ملګرو ملتونو کې د اسراییلو او فلسطین استازو ترمنځ لفظي شخړه

د انځور حقوق Reuters

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو او فلسطین استازو ددې سازمان د سرمنشي بانکي مون په حضور کې یو له بل سره کمسارې لفظي شخړه کړې ده.

لفظي شخړه د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وشوه چې د یوه بس موټر په چاودنه کې په بیت المقدس کې ۲۱ اسراییلیان ټپیان شول او د اسراییلو پوځ هم د غزې په پوله د حماس ډلې د یوه تونل د کشف او لمنځه وړلو خبر ورکړی وو.

د اسراییلو استازي دني دانون او د فلسطین استازي ریاض منصور د دوشنبې په ورځ (اپرې ۱۸مه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر یو بل د ترهګرۍ د ملاتړ او ملکي کسانو د وژنو تورونه پورې کړل.

دعوا وروسته له هغه پیل شوه چې د اسراییلو استازي خپل فلسطیني سیال ته په خطاب کې وویل: "ښاغلی منصور آیا تاسو هغه فلسطینیان محکوموئ چې پر اسراییلیانو ترهګریز بریدونه کوي؟"

دني دوان وروسته وویل: "تاسو د ترهګرو کورنیو ته پیسې ورکوئ ... تاسو له ترهګرۍ نمانځنه کوئ. حیا وکړئ."

ریاض منصور په ځواب کې وویل، د محمود عباس په مشرۍ اداره د ټولو ملکي کسانو وژل کېدل، له دې ډلې د ملکي فلسطینیانو وژل کېدل محکوموي. هغه زیاته کړه: "تاسو حیا وکړئ. تاسو اشغالګر یاست. ... تاسو باید د زرګونو فلسطیني ماشومانو له وژلو وشرمېږئ."

د دواړو لوریو خبرې په پای کې په ملګرو ملتونو کې د چین استازي لیو جیای په مداخلې چې د ناستې مشري یې کوله، پایته ورسېده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شخړې تر کمېدو وروسته د یوې بیانیې په لوستلو سره وویل، اسراییل او فلسطینیان داسې مشران غواړي چې له تورونو پرته خبرې اترې مخته یوسي او یو جوړوونکی بهیر پیل کړي ترڅو "هغه باور چې تقریبا په بشپړه توګه لمنځه تللی، بېرته رامنځته کړي."

د بیت المقدس چاودنه

اسراییلي چارواکو په بیت المقدس کې په بس موټر کې چاودنې علت بم اېښودل بللي او ویلي یې دي چې دا "ترهګریزه" پېښه وه.

هغوی تراوسه پر چا یا کومې ډله ددې چاودنې مسوولیت نه دی اچولی.

په دغه چاودنه کې ۲۱ اسراییلیان ټپیان شول چې د دوو پټونه جدي بلل شوي.

د انځور حقوق Reuters

د حماس اسلامپالې ډلې چې د غزې تراډې کنټرول یې په لاس کې دی چې د چاودنې ستاینه کړې او هغه یې "د اسراییلو د جنایت طبیعي" غبرګون بللی دی.

تراوسه حماس یا کومې بلې وسله والې ډلې ددې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د اسراییل پولیس وایي، ددوی د څېړنو له مخې بم د بس موټر په وروستۍ برخه کې ځای پرځای شوی وو.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ژمنه کړې چې د چاودنې عاملان به پیدا او مجازات کړي.

ورته مطالب