پاپ له کډوالو سره خواخوږۍ لپاره د یونان لسبوس ټاپو ته تللی

د انځور حقوق Reuters
Image caption واتیکان ټینګار کړی چې د پاپ سفر یواځې بشري او مذهبي جنبه لري او دا باید د کډوالو پر بېرته ستنولو د نیوکې په توګه ونه ګڼل شي.

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس له هغو کډوالو سره د خواخوږۍ لپاره په یونان کې د لسبوس ټاپو ته ورغلی چې غواړي ځان اروپا ته ورسوي.

پاپ په دې سفر کې د کډوالو له یوه پنډغالي چې تر ۳۰۰۰ ډېر خلک پکې اوسېږي، لیدنه وکړه.

ویل شوي چې ددې پنډغالي اوسېدونکي یا د پناه غوښتنې منل کېدو او یا هم بېرته ترکیې ته د استولو په تمه دي.

پاپ همدراز له هغو پناه غوښتونکو ماشومانو سره کتلی چې له کورنۍ پرته هلته اوسېږي.

د لسبوس ټاپو تېر کال د کډوالو لپاره اروپا ته د ننوتو پر یوه اصلي مرکز بدله شوه.

پاپ یونان ته له ورتګ څخه وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې له دې کتنې ځخه د "غمناک سفر" په توګه یادونه وکړه.

اروپا ته د تلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د تېرې میاشتې تر هوکړې وروسته، اوسمهال زرګونه کډوال په لسبوس ټاپو کې ګېر پاتې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاپ همدراز له هغو پناه غوښتونکو ماشومانو سره کتلی چې له کورنۍ پرته هلته اوسېږي.

واتیکان ټینګار کړی چې د پاپ سفر یواځې بشري او مذهبي جنبه لري او دا باید د کډوالو پر بېرته ستنولو د نیوکې په توګه ونه ګڼل شي.

له ترکیې سره د اروپایي ټولنې د هوکړې له مخې، کوم سوري کډوال چې د یونان جزیرو ته ورځي، که د هغوی د پناه غوښتنه رد شي، بېرته ترکیې ته استول کېږي.

ترکیې ته د هر ستنول شوي کډوال په بدل کې، د ترکیې پنډغالو کې مېشت یو سوري کډوال ته په اروپایي ټولنه کې د اوسېدو زمینه برابرېږي. البته ددې هوکړې له مخې، لومړیتوب هغو کډوالو ته ورکول کېږي چې هڅه یې نه ده کړې په ناقانونه توګه اروپایي هېوادونو ته لاړ شي.

د واتیکار یوه چارواکي، کاردینال انتونیو ماریا ویجلیو چې د پناه غوښتونکو مسایل ارزوي ویلي، ددې هوکړې له مخې له کډوالو سره د راکړې ورکړې د سامان په توګه چلن کېږي او د انسان په توګه د کډوالو شان او اعتبار په رسمیت نه پېژندل کېږي.

پاپ فرانسیس په ۲۰۱۳ کال کې د لسګونه پناه غوښتونکو تر وژل کېدو وروسته، له پناه غوښتونکو د ملاتړ څرګندولو په موخه د ایتالیا له امپدوسا ټاپو څخه لیدنه وکړه.

ورته مطالب