"د سي ای اې پر مرکز بريد کې ای اېس ای مرسته کړې وه"

د انځور حقوق Getty

په امريکا کې ځينوراښکاره شوو محرمو دېپلوماتيکه ليکونو کې ادعا شوې ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې اي ايس اي په ٢٠٠٩ کال کې په خوست کې د امريکا د مرکزي استخباراتو (سي اي اې)په يوه مرکز ځان مرگي بريد لپاره القاعدې سره مالي مرسته کړې وه.

دا بريد چې د يوه دوگوني اردني جاسوس لخوا ترسره شوى په څو لسيزو کې د سي اي اې په مرکز يو تر ټولو لويه حمله وه.

دا ليکونه چې معلوماتو ته د لاس رسي د قانون پر بنسټ راښکاره شوي دي په کې ادعا شوې ده " دې بريد لپاره اي ايس اي حقاني شبکې ته دوه لکه ډالر ورکړي و".

بريد کې د سي اي اې د اوو کارکوونکو په گډون ١٠ کسان وژل شوي وو.

خو د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت دا راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې" د ٢٠٠٩ کال دې بريد کې د امريکايانو په ځاني تلفاتو دوى هم ټکان خوړلى و".

د امريکا د دېپلوماتيکه استازوليو دا ليکونه د ٢٠١٠ کال فرورۍ کې د بريد څو مياشتې وروسته ليکل شوي .

دې کې راغلي چې ددې بريد وړاندې د اي ايس اي اود حقاني شبکې ترمنځ اړيکه نيول شوې او د بريد لپاره ورته يې پېسې ورکړې وې.

د سي اي اې دا مرکز د "چيپ مېن کيمپ" په نوم يادېده او بريد پرې د يو اردني ډاکټر خليل البلاوي لخوا شوى و.

دې ليکونو کې ادعا شوې ده چې له قبايلي سيمو دې مرکز ته د بريدگر رسولو وروسته يو افغان افسرته يو لک ډالرورکړ شوي وو.

Image caption د سي اي اې په مرکز دا بريد د يو اردني ډاکټر خليل البلاوي لخوا شوى و. نوموړي له بريد وړاندې يوه ويدو جوړه کړې وه چې وروسته خوره شوه. دې وېدو کې د پاکستاني طالبانو پخوانى مشر حکيم الله مسيد هم ښودل شوى. و.

دا ليکونه په واشنگټن کې يوې غير حکومتي ادارې د ملي امنيت ارشيف راښکاره کړې دي.

دا ليکونه معلوماتو ته د لاس رسي د قانون پر بنسټ دې ادارې ته ورکړ شوي وو.

ليکونو کې راغلي چې دا معلومات دامريکا استخباراتي چارواکو راغونډ کړي خو وروستي نه دي.

د حقاني شبکې افغانستان کې افغان او بهرنېو ځواکونو باندې گڼ لوى بريدونه کړي دي.

پاکستان تل د حقاني شبکې د ملاتړ تور رد کړى دى.