والي د خپلې بټوې په ستنولو ۴۰۰۰ ډالر لګولي

بینټلي د انځور حقوق AP
Image caption بینټلي ویلي، ده هېڅ کوم 'ناقانونه' کار نه دی کړی

د امریکا د الاباما والي د خپلې بټوې د ستنولو لپاره د پولیسو یوه چورلکه د دغه کار لپاره ګومارلې وه چې پر دې کار ۴۰۰۰ ډالره لګښت راغلی و.

رابرټ بینټلي د ۲۰۱۴ کال پای کې د ټسکالوسا له ټاپو ستنېده چې خپله بټوه ترې هېره شوه او بیا ده پولیسو ته امر کړی و چې د راوړلو لپاره چورلکه بوځي.

اوس نوموړي ویلي پولیسو ته يې د بټوې د پیدا کولو لپاره د چورلکې استولو امر نه و کړی.

ټسکالوسا د نوموړي له کوره د موټر د سفر پنځه ساعته واټن درلود.

ښاغلی بینټلي، چې دا مهال د جنسي تېري له تورونو سره مخامخ دی او خلک یې د استعفا غوښتنه کوي، ویلي هېڅکله یې د خپلې بټوې ستنولو لپاره چورلکه نه ده استولې:

''ما غوښتنه وکړه او دوی مې بټوه راوړه، زه نه پوهېدم چې دوی دا کار څرنګه وکړ، ما دا امر نه و کړی چې چورلکه پسې ولېږئ''.

دی زیاتوي: ''د امنیتي دلایلو له کبله تاسو باید بټوه هېره نه کړئ. زه والي یم. زه باید خپلې پیسې ولرم. زه د خوراک لپاره یوڅه باید واخلم. خپل هویت باید ولرم''.

ال ډاټ کام وېباڼې ویلي، د نوموړي د بټوې په بېرته ستنولو کې حکومتي چورلکه کارول شوې، چې د الاباما د مالیو ورکوونکو شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر پرې لګول شوي.

د الاباما د قانون د تطبیق ادارې چارواکو د چورلکې د کارېدو په تړاو بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

یوه ویلي، ده د والي د یوه پخواني ساتونکي له خوا د الوتکې د کارولو اجازه درلوده.

بل یې ویلي ده ته د بټوې ستولو په موخه د الوتکې کارېدو د امر اخیستو په اړه هېڅ نه وو ویل شوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ، حکومتي قانون جوړوونکو د حقیقت موندلو په اړه لومړني ګامونه پورته کړل، چې په لړ کې یې د بینټلي له خوا پر یوې مرستیالې د جسني تورونه هم راپورته شول.

یوه چارواکي ایډ هینري اېن بي سي خبري تلوېزیون ته ویلي، ښاغلی بینټلي ''د الاباما د خلکو له باور سره خیانت کړی، که چېرې ده رښتیا له خلکو سره مینه لرلی، نو له واکه به لاس پر سر شوی وای''.