د لور انتظار وکړم او که یې د مغفرت دعا؟

د زينت شهزادي د تري تم کېدو یو کال وشو، ليکن د هغې په واړه کورګي کې لکه چې وخت وچ کلک درېدلی. د هغې پر سینګار میز ږمنځ او د شونډو رنګ لا هغسې پروت دی. په المارۍ کې کالي ځړېږي او مورکۍ يې هم له تېر يوه کاله راهیسې د هیلې او وهم په منځ کې ټال ده.

د زينت مور کنیز بي بي کله د سینګارمېز شیان سموي او کله بیا د هغې ځوړنده کالي سموي. په غریو نيولي غږ وايي "د زینت د ژمي کالي مې ټول بېرته خوندي کړل او د اوړي کالي مې را وایستل، ځکه چې زه هیله منه یم، چې هغه به بېرته راځي".

د مارچ پر ۲۴ د زینت تر ټولو ګران ورور صدام خپل ځان وواژه. د کنیز بي بي په خبره هغه د زینت تری تم کېدو دې کړو ته اړ کړ.

"هغه به هره ورځ پوښتنه کوله، خور به مې کله راځي. خو د ژوند په اخرنۍ ورځ يې راته وویل، مورکۍ! خور مې نوره نشي راتلی".

کنیز بي بي وايي، "د دې ذمه واره زه یم، ځکه چې ما ولې د ده په مخکې زینت یادوله او ژړل به مي، هغه ماشوم و او دومره زغم يې نه لاره".

د خپلې کورنۍ يواځنۍ پالونکې تر تري تم کېدو مخکې په پاکستان کې د هندي وګړي د لادرکۍ څارنه کوله او د هغه له مور سره چې په ممبۍ کې وه، تر خبرو وروسته يې په پاکستان کې د هغه د تری تم کېدا رپوټ ليکلی و.

روان کال په فبرورۍ مياشت کې امنيتي اورګانونو حامد انصاري يوې پوځي محکمې ته وړاندې او په دريو کالو بند يې محکوم کړ.

د انساني حقونو فعاله حنا جيلاني وايي، "د هغې د کورنۍ له غړيو موږ ته دا څرګنده شوې، چې زینت يو ځل مخکې امنيتي اورګانونو په زوره وړې وه او تر څلور ساعت وروسته يې راخوشې کړه". زینت بیا خپلې کورنۍ ته ویلي، هغوی له دې څخه د حامد په هکله پوښتنې ګروېږنې کولې.

د ۲۰۱۵ کال د اګست پر ۱۹، زینت شهزادي له کوره په يوه ريکشه کې د دفتر پر لور روانه وه، چې په دوو کرولا ډوله موټرو کې سپرو وسله والو کسانو د هغې مخه ونیوله، په زوره يې په خپل موټر کې واچوله او له ځان سره يې يوړه. راتلونکې ورځ به، زینت د حکومت له خوا د تري تم شویو کسانو په تړاو جوړ شوي کمیسيون کې ګډون کاوه.

د لاهور غوندې ښار کې په رڼا ورځ د يوې ښځينه خبریالې لادرکه کېدل د انساني حقونو لپاره کارکوونکو ادارو ته د پام وړ خبره ده.

حنا جېلاني وايي، "زموږ تر ډېره ځایه دا ګومان دی، چې دغه کار څارګرو ادارو کړی، ځکه چې که د دوی په ولکه کې څوک وي، نو بیا د پولیسو وس نه پرې رسېږي. موږ وينو چې په دغه قضيه کې هم پولیس بې وسه ښکاري".

د زینت د تری تم کېدو قضيه د نامعلومه خلکو پر ضد درج شوې او د حکومت له خوا د تري تم کړل شویو کسانو لپاره جوړ شوی کمیسيون هم د دې پېښې څارنه کوي.

سرکاري چارواکي وايي، دوی د زینت شهزادۍ د ژغورنې لپاره هڅې کوي. داسې راپورونو هم دي، چې څارګرې ادارې له دې پېښې څخه د ناخبرۍ څرګندونه کوي. يوه لوړپوړي چارواکي یبا بي بي سي ته ويلي، هغه هیله من دی، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به دا ستونزه هواره شي.

په پاکستان کې په زوره د تری تم کېدو پېښو د زیاتوالي وروسته په هېواد کې دننه او بهر د فشار له امله په ۲۰۱۱ م کال کې يو ځانګړی کمیسيون جوړ شوی و.

د تري تم شویو کسانو په درې زره قضيو کې تر اوسه تر ۱۳۰۰ هوارې شوې نه دي. يوازې په فبرورۍ میاشت کې دغه کميسیون سره ۷۰ نويو د لادرکو کسانو پېښې ثبت شوي دي.

د زینت نوم هم اوس د هغو کسانو په اوږده نوملړ کې شامل دی، چې کورنۍ يې په کلونو کلونو لالهانده دي.

د انساني حقونو فعالان تور پورې کوي، چې د پاکستان په اوسنیو حالاتو کې او تر ترهګرۍ له مخه د قانون له امله څارګرې ادارې ډېری کسان همداسې نیسي.

حنا جيلاني وايي، "که چېرې همداسې قانون جوړېږي، چې د موجوده قانون ضد وي، او کله چې پر دې اورګانونو د څار نظام نه وي، نو دا ډېره خطرناکه ده. او موږ وينو چې په زوره د تری تم شویو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي".

چې زور يې د زینت شهزادي د لادرکه کسانو د کورنۍ غړي ګالي.

د خپل ځان تشویقولو لپاره کنیز بي بي تل د خپل زوی قبر ته ځي او ګلونو پرې ږدي. خو د لور لپاره دې ته دغه لږ سکون هم نشته.

هغې په ژړا ژړا وویل، ماته خو څوک دومره و وایاست، چې زه د خپلې زینت انتظار وکړم او که ورته د مغفرت دعا!!!