ایکوادور: د زلزلې له امله د وژل شويو شمېر ۲۳۳ تنو ته ورسېد

د انځور حقوق Reuters

په ایکوادور کې ۷٫۸ درجې زلزلې لږترلږه ۲۳۳ کسان وژلي، سلګونو نور یې ژوبل کړي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې ده.

د ایکوادور مرستیال ولسمشر جورج ګلاس ویلي، د هېواد په شپږو ختیځو سیمو کې دې زلزلې سخته وېره رامنځ ته کړې او ''ملي ګارد'' ډېری سیمو ته رسېدلی دی.

زلزلې تر ډېره سمندرغاړی مویسن ښار ډېر ویجاړ کړی، هلته د هېواد له لوی ښار ګوایاکویل نه نژدې ۳۰۰ کیلومتره لیرې یو پُل ویجاړ شوی دی.

په زلزلې کې د پلازمېنې کویټو ګڼې ودانۍ هم لړزول شوې، او اوسېدونکي له خپلو کورونو نه په وېره کې وتلو اړایستل شوي.

مرستیال ولسمشر جورج ګلاس خبریالانو ته وویل، د بېړنیو چارو کارکوونکي، پولیس او پوځ په زلزله ځپلو سیمو کې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د ځان ساتنې لارې چارې ولټوي.

د کویټو یوې اوسېدونکې زولیا ویلینا اې پي خبري آژانس ته وویل: ''زه اوس هم په وېره کې یم. زموږ ودانۍ ولړزېده او ګڼ څیزونه پر ځمکه راولوېدل. ټولو ګاونډیانو چیغې وهلې، ماشومانو ژړل''.

د انځور حقوق Reuters

د پلازمېنې پر ځینو برخو برېښنا پارچاو شوې ده. ویل کېږي د مانتا ښار د هوايي ډګر د څار څلي هم ویجاړ شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په زلزله کې د ځینو ودانیو چتونه رالوېدلي دي

رپوټونه وايي، د تېلو د چاڼ یو لوی شرکت د لنډمهال لپاره تړل شوی دی.

د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي، زلزله ترځمکې لاندې شاوخوا ۱۹٫۲ کیلومتره ژوره وه، خو مرکز یې له مویسن ښاره شاوخوا ۲۷ کیلومتره لیرې و.

د انځور حقوق AFP
Image caption زلزله په کولمبیا کې هم حس شوې ده، هلته د کالي ښار له یوه روغتون نه ناروغان نورو ځایونو ته لېږدول شوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption ایکوادور کې خلک لاهم په وېره کې دي

په ګاونډي پیرو کې چارواکو شمالي سمندرغاړو سیمو ته د څونامي (سونامي) راتلو خبرداری ورکړی دی.

زلزله په کولمبیا کې هم حس شوې ده، هلته د کالي ښار له یوه روغتون نه ناروغان نورو ځایونو ته لېږدول شوي.

ایکوادور د زلزلو پر تګلوري پروت هېواد دی، چې ویل کېږي د اور کړۍ هم ترې راتاو شوې ده.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
Image caption زلزلې تر ډېره سمندرغاړی مویسن ښار ډېر ویجاړ کړی، هلته د هېواد تر ټولو لوی پُل ویجاړ شوی

ورته مطالب