امريکا کې په عربۍ ژبه خبرو يو عراقى په الوتکه کې له سفره منع کړ

يو عراقى زده کوونکى له دې امله چې په عربي ژبه يې خبرې کړې وې له الوتکې کوز کړى شوى دى.

دغه عراقى د کالیفورنیا په پوهنتون کي زدکړې کوي. دى وايي "د امريکا لاس انجلس نړیوال هوايي ډکر کې مې د روانې میاشتې په لومړيو کې په عربي ژبه په موبايل ټيليفون خبرې کولې، يوې مېرمنې له دې امله چې زما ژبه عربي وه شکايت وکړ او زه د الوتکې عملې د الوتکې پرېښودو ته اړ کړم".

د یکشنبې په ورځ ساوت وېسټ هوايي کرښې، چې دغه عراقي يې په الوتکه کې سفر کولو تاييد کړه چې " دا مسافر خیر الدین المخزومي نومېږي، له لاس انجلس څخه کليفورنيا ته تلونکې الوتکې کې سپور و چې دغه پېښه را منځته شوه، له نوموړي وغوښتل شول چې د سپیناوي لپاره له الوتکې کوز شي".

ده زياته کړه "هېڅ رسمي شکایت يي له مخزومي څخه نه دی تر لاسه کړی"، دى وايي " څو ځلي مو پسي ټلیفونونه وکړل، خو ورسره په خبرو بريالي نۀ شوو".

دې پېښې په اړه د نور تفصيل ورکولو پر مهال ٢٦ کلن مخزومي ويلي دي "چې دى د کليفورنیا په بیرګلي پو هنتون کي زدکړې کوي د الوتکې له دننه مې خپل کاکا سره د دې لپاره اړیکه ونیوله چې له دې يې خبر کړم چې زه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون لېکچر غونډې ته تللى وم ".

ده وويل" زه ډېر زیات لیواله وم، نو ومي غوښتل چې خپل کاکا په دي خبر کړم". ، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلى مخزومي وايي" ما د ټلیفوني اړیکي په پاى کې له کاکا سره د إن شاء الله کلمه وکاروله".

هغه وايي کله چې مې اړیکه پاي ته ورسوله، ومې لیدل چې ما نه مخکې ناستې مسافرې، راته په ډېر عجیب ډول کتل".

نوموړى وايي "له لږ ځنډ وروسته یو مسؤل راغى، هغۀ په عربي ژبه خبرې کولې، او په چټکۍ له الوتکي د کوزېدو غوښتنه وکړه او رانه يې پوښتل چې ما ولې په عربي خبرې کولې".

فخرالدين مخزومي دغه مسول ته وویل "هغه څه چې د ده سره پېښږي د هغي وېرې پایله ده چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د اسلام په اړه موجوده ده".

د امريکا د پلټنو فډرالي اداري (اېف بي آی) تائید کړې "چې له مخزومي څخه يې پلټنې کړې" مګر هېڅ داسي دلیل نه و چې هغه پړ وبلل شي".

ساوت وېسټ هوايي کرښې يوې اعلاميې کې په هغه څه ډېره خواشيني ښودلې چې په ټکو يې مسافر له يوۀ داسې ازمېښته تېرېږي خو ټینگار يې کړى" چې د دوى لومړنى او وروستى هدف په الوتکه کي دسپرلیو او کارکوونکو خوندیتوب دى".

ښاغلى مخزومي وايي چې له پلټنو وروسته وتوانېدو په بله الوتکه کي سفر وکړو، او له ۸ ساعته ځنډ وروسته کور ته ورسېدو.

نوموړي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي "زه او کورنۍ مې له ډېرو داسي سختيو او مصیبتونو سره مخامخ شوي یوو، او دا یوه بله ازموینه وه چې ور زیاته شوه".

نوموړي زیاته کړه "نړۍ کې انساني کرامت تر هر څه زيات ارزښت لري نۀ مال او شتمني، دا چې هغوي بښنه وغوښتله دا به ورته په دې اړه درس ورکړي چې په څه ډول د نورو درناوى وکړي". د یادولو وړ ده چې ښاغلى مخزومي په متحده ایالاتو کي عراقی کډوال دى، د نوموړي، ډیپلوماټ پلار په عراق کي ووژل شو. د پلار له وژل کېدو وروسته هغه اردن ته وتښتېد او بیا يې په امریکا کي پناه واخيستله.

حجاب لرونکې مېرمن

دې ته يوې ورته پېښه کي، یوه حجاب لرونکي مېرمن د امریکا د همدې ساوت وېسټ هوایي کرښې له يوې الوتکې څخه له دې امله وتلو ته اړ ایستل شوې وه، چې په الوتکه کي د چوکۍ دبدلولو غوښتنه يې وکړه.

حکیمه عبدول چې په مريلانډ کي او سېږي وايي: ترې وغوښتل شول چې له هغې الوتکې ښکته شي چې له شیکاګو يي سیاټل ته لېږدوله. دغه پر له پسې دويمه پېښه ده چې عرب او مسلمانان د ساوت وېسټ هوايي کرښې په الوتکو کې ور سره مخامخ کېږی.