هند کې وچکالۍ سلګونه ميلیونه خلک زيانمن کړي

د انځور حقوق AP
Image caption يوه تر ټولو ډېره زياينمنه شوې سيمه مهاراشتر ده

د هند حکومت د دغه هېواد سترې محکمې ته ويلي، چې په بېلابېلو برخو کې نژدې ۳۳۰ میليونه کسان د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي دي.

چارواکي وايي د اوبو د کموالي له امله تراوسه له ځينو سيمو راپورونه نه دي ترلاسه شوي، د دوی په وينا کېدای شي په دغو شمېرو کې نور هم زياتوالی راشي.

هند تر ډېرې اندازې پر بارانونو اتکا کوي، په تېرو دوو اوونيو کې اورښتونه نه دي شوي.

دغه وچکالي په داسې حال کې پيل شوې، چې د هند په ډېرو برخو کې تودوخه له ۴۰ سانتي ګريډو زياته ښودل شوې ده.

د انځور حقوق S N Parihar

د تېزې ګرمۍ له امله په ختيځ ايالت اړيسه کې ټول ښوونځي تړل شوی او د دغې سيمې سربېره د هند په نورو برخو کې د تودوخې او اوبو نشتوالي له امله له ۱۰۰ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وچکالۍ له امله بله تر ټولو ډېره زيايمنه شوې سيمه مهاراشتر ده، هلته د هند د کرېکټ غوره ليګ سيالۍ هم روانې دي، ویل کېږي د اوبو د کموالي له امله ۱۳ لوبې نورو ځايونه ته لېږدول شوې دي.

د دغې سيمې چارواکو د اوبو د کمښت له امله د لامبو پر ډنډونو بنديز لګولی. چارواکو د لاتور سيمې ته د اوبو رسولو يو رېل ګاډی هم استولی دی.

په هند کې د اوبو وېش یوه لويه مسله ده چې د بېلابېلو ايالتونو تر منځ يې ستونزې جوړې کړې دي.

ورته مطالب