هویت: له "افغاني" او "ایراني ګکه" تر "برېټېشه"

له هماغې لومړۍ ورځې څخه چې د ډیرو نورو افغان کډوالو په څېر د ايران د مشهد ښار د څنډې په یوې بېوزله سیمې کې خپلې کورنۍ سره يوځاى میشت شوم، وپوهېدم چې دخپل ژوند د چارو د پرمخ وړلو لپاره باید د خلکو په نظرکې ’’ پردی ’’ معلوم نشم.

یو ۸-۹ کلن هلک چې زما په شان د ډودۍ رانیولو لپاره نانوايي ته تللی و،ددې ټکي په پوهېدوکې راسره مرسته وکړه.

پېسې مې ډوډۍ پخوونکي ته ورکړې ، خو د هغه له یاده ووتلې چې ډوډۍ راکړي، ما هم نارې وهلې:’’ کاکا پېسې مې درکړي، ډوډۍ مې راکړه’’.

وروسته له دې نه چې په ډیرې سختۍ مې ډوډۍ ترلاسه کړه او له نانوايی څخه لیرې شوم، هغه هلک ماته ځان راورساوه او وې ویل بل ځلي چې د ډوډۍ اخیستو لپاره راځې ورته په ایرانۍ لهجه ووایه’’ آقا من پولمو دادم، نونمو بده.’’ ( ښاغلیه، پېسې مې درکړي،ډوډۍ مې راکړه.)

پوه نشوم چې ایرانی و که افغان، د نوم پوښتنه مې هم ورڅخه ونه کړه، دا خبره ېې راته وکړه او لاړ.

د ۱۳۶۴ کال منی و او زه چې لا ۹ کلن هلک وم، دهرې ورځې تېرېدو سره د زياتېدونکې ویجاړونکې جګړې له امله خپلې کورنۍ سره یوځاى ایران ته تښتېدلي وو.

د تربت جام او مشهد ترمنځ لاره کې، ښځو تور پوړني پرسر کړل چې د ایرانیانوپه شان ښکاره شي او ما او ورورمې پتلونونه واغوستل.

څرنګه چې زموږ لهجه بېله وه، راته ویل شوي و چې تر ممکنه حده له خبروکولو ډده وکړو اوپرېږدو چې موټرچلونکی هرڅه سمبال کړي او که له خبروکولو پرته نه کېده، وایو به چې د تربت جام اوسېدونکي یو او د زیارت لپاره مشهد ته ځو.

Image caption د نورو ډیرو افغان کډوالوپه شان، موږ هم د مشهد د څنډې په یوې بېوزله میشته سیمې کې میشت شوو.

خو دې دوه ساعته لارې، چې د موټرچلوونکي د ډېر احتیاط له امله نوره هم اوږده شوه، یوه خندنۍ کیسه هم درلوده چې څو شېبو لپاره يې زموږ د مشرانو اندېښنه کموله.

ښه مې په یاد دي چې د سفرله پېل نه وړاندې، زموږ کوربه چې یو دروند سپين ږيری و، نیم ساعت له ستن او سنجاق سره هڅه کوله د خپل زوى هغه راکړي پتلونونه چې مونږ څخه ١٠کاله مشر و ، ز ما او دورور په تن برابرې کړي او له دې امله هلته موجودو لویانو یوڅه وخندل.

هڅه مې کوله "پرديتوبه" راووځم

Image caption مشهد کې ښونځي ته د تلو پرلومړي کال له خپل ښوونکي او همصنفیانوسره

د یو خپل او نا پردي هویت خپلولو لپاره،ځینې داسې شیان وو چې ما کولاى شول، چې ورو ورو مې زده کړل، لکه له کلتور،تاریخ او د ژوند ډول سره لانور آشنا کېدل، مروجې لهجې ته نژدې کېدل، د اړیکو او دوستۍ د کړۍ پراخول او بالاخره په ډله ییزو او بنسټیزو کارونوکې گډون کول.

زما دغو هڅو ښه نتیجه درلوده او په تېره بیا د ښونځي په وروستیو کلونو او له پوهنتون وروسته، مې وکولاې شول د خپلو نورو ملگرو او شاوخوا کسانو په شان یو هویت ځان ته جوړ کړم.

خو ځینې نور شیان هم وو چې زما له وسې وتلي وو، لکه د پناه وړونکوپه وړاندې سخت دولتي قوانین. ما اوورر مې، د ښونځي درسونو سره مینه درلوده او په هرښونځي کې چې مو درس وایه، مسولینو او ښوونکو راته ډیر پام کاوه او له خپلې وسې سره ېې له هیڅ ډول مرستې ډډه نه کوله.

ددې ټولو سره سره، ډير ځله مې په یاد دي چې یا به يې افغانان د پوهنې او روزنې وزارت په ښونځیوکې د نومونو له ثبتول منع کول او مونږ به مجبور وو چې تربل امر پورې په کورکې پاتې شو او یا به يې نور فرصتونه له موږڅخه اخیستل.

د لومړني ښونځي په پنځم ټولګي کې مې په یاد دي چې د ښونځي مدیر په ډیرهیجان سره راته وویل چې زما نوم يې د لایقو زده کونکو ازمونې لپاره استولی او ډاډه دی چې په لوړو نمروسره به ومنل شم.

دا مې هم په یاد دي چې یوه ورځ يې راته په خواشینۍ سره وویل چې نوم ېې راته لدې امله چې افغان یم د ازموینې د برخه والو له لست څخه لیرې کړی دی. همدا راز له علمي مسابقو لکه د قرآن کريم تلاوت،کتاب لوستل اونورو سياليو څخه يې هم زمان نوم لرى و.

ورک شوي هویت ته بیرته ستنېدل

Image caption د شهیدانو کلی، بامیان

بالاخره همدا لاس او پښې تړونکي قوانین، ددې سبب شول چې لاس او پښې مې له ایرانه راټولې کړم.

زه د اصفهان له صنعتي پوهنتون څخه چې د ایران له ډیرومعتبرو پوهنتونونوڅخه دی فارغ شوی وم ، خو په ایران کې د قانوني کارکولو اجازې نه درلودلو له امله مې نشواى کولاې په خپلې تخصصي رشتې کې کار وکړم.

د لباسونو په هټۍ کې د پلورونکي په توګه کار یا له ویډیويی فیتوڅخه سي ډي ته د فلمونوبدلول وو. دې کې د واده په محفلونوکې ويل شوې سندرې، نڅا وې اونور فلمونه شامل وو.

دغسې کارونو زه نه راضي کولم. نو د ژمې په یوه ورځ سهار وختي د مشهدپه څنډه کې یو کمپ ته لاړم او له ۳-۴ ساعته انتظار وروسته، په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستون شوم. خو کابل کې مې هیڅوک نه پېژندل او خپل کابلی-هراتی هویت مې نژدې شل کاله مخکې په ایران کې یوې خواته پرې ایښی و، چې دا دیوې بل ازمېښت پېل و.

هلته بیا د لهجې او اصطلاحاتو او د کلتور اود ژوند ډول سره د نا بلدۍ کیسه له سره شروع شوه، پدې توپیر چې د افغانستان پېژند پاڼه(تذکره) مې درلوده او که له لاروچارو او دود سره يې بلد واى، چا نشواې کولاې چې د قانون له مخې( نه د قانون په ماتولو) زما حق وخوري.

کابل ته د رسېدو په هماغه پېل کې یو کس راته وویل چې وروره،" افغانستان داسې ځاى دی که چا درته سلام واچوه، باید په یوه ټینګه څپېړه ېې ووهې، ځکه که وعلیکم ا لسلام ورته ووايې، هغه به دې په څپېړه وهي".

البته چې دا سمه او پرځاې مشوره نه وه او اوس خوښ یم چې هیڅکله مې پر هغې عمل ونه کړ، ځکه چې په هماغو لومړیو ورځو کې مې ځینې دوستان او ملګري پېداکړل او هغوې راسره مرسته وکړه چې ترهغوچې هلته ټولې لارې چارې زده کوم اود خپلې لهجې اوپه افغانستان کې د ژوند ډول او کلتورسره د نابلدۍ چاره کوم، ژوند وکولاى شم.

Image caption د افغانستان د لومړنیوپارلماني ټاکنو یوشمېر نوماندانوسره، هلسنګي،فنلینډ

د همدغو دوستانوپه مرسته مې بېلابېلو ولایتونوته سفروکړ او له نژدې نه ددې ولایتونو له خلکو او کلتورسره آشناشوم، د افغانستان له تاریخ او سیاست سره مې ځان نورهم آشنا کړ او ددې دوستانو په مرسته مې بیلابیلو دولتي او غیردولتي موسسوته لاره ومونده، اوه نیزه ا و ورځپاڼه مې خپره کړه او ومې کړاې شول چې د افغانستان په معتبرو رسنیوکې کاروکړم.

البته تر دې ځایه رسیدل هم آسانه او له ستونزو او سختیو پرته نه وو چې کله کله ډیرځورونکي وو.

پدې توګه په افغانستان کې د ۶-۷ کالو له ژوند وروسته پدې بریالی شوم چې یو نیمګړی هویت ځانته جوړکړم او که په لندن کې مې د مېرمنې کار پلمه شوی نه وو،ښايي هیڅکله به مې افغانستان او هغه هویت نه واې پرې ایښی.

اوس ۸ کاله کېږي چې په لندن کې ژوند کوو او دوه لوڼې لرو چې همدلته زېږېدلې دي او په لويیدو دي. په ایران کې مې ځان د یو پردي ’’ افغاني’’ په توګه لیده چې باید هڅه ېې کړې واې چې خپل شي.

په افغانستان کې مې ځان یو ایراني شوی افغان یا د ځینوپه تعبیر’’ ایراني ګک’’ لیده چې باید هڅه ېې کړې واى بیا افغان شي. خو اوس چې دلته یم خپل ځان یو’’ ایراني ګک افغاني’’ وینم چې کله کله د خپلو لوڼو د نړۍ سره اړیکي جوړول راته سختیږي او د څلویښت کلنۍ په درشل کې، که کومه انګیزه هم وي، نوره انرژي نشته، چې وغواړم ’’بریټیش’’ (بریتانوی) شم. د زړه یواځینۍ خوښي مې داده چې پدې هیواد کې هیڅوک نشي کولاې د هیڅ قانون پربنسټ،زما هویت پلمه کړي او زما او زما د کورنۍ کوم حق، راڅخه واخلي.

Image caption ایراني دوستانو اود پوهنتون ملګرو سره د چالوس پرسړک