"د سوداګرۍ تړون به اقتصادي ودې ته پراختيا ورکړي"

د انځور حقوق AFP

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د جرمني د لومړۍ وزيرې انګلا مرکل سره د ليدلو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

جرمني ته د اوباما سفر ځينو بهرنيو هېوادونو ته د سفرونو د لړۍ ورستی هغه دی.

د امریکا او اروپا تر منځ د اټلانټيک د سوداګرۍ او پانګونکې مشارکت (ټي-ټېپ) تړون د دغو مشرانو د اجنډا په سر کې دی.

ښاغلی اوباما په دې باور دی چې دغه تړون به د نويو دندو د رامنځ ته کېدو او د اقتصاد په وده کې لوی رول ولوبوي. خو د بي بي سي خبريال وايي، ولسمشر بارک اوباما بايد له دغه تړون سره د اروپا د يو ځای کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د دغې تړون پر سره خبرې نژدې دوه کاله وړاندې پيل شوې.

د شنبې په ورځ (۲۳ اپرېل) په زرګونو خلکو د جرمني په هانوفر ښار کې د امریکا او اروپا تر منځ د ازادې سوداګرۍ پر سر اعتراض کړی و.

له ليدنې وروسته ښاغلي اوباما، د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د سوريې د روان تاوتريخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل، نړیواله ټولنه باید په سوریه کې د ایران او روسیې په څېر پر ښکېلو غاړو او ''منځلارو'' مخالفانو فشار راوړي، چې یوه لنډمهالي پړاو ته د رسېدو لپاره د خبرو مېز ته کښېني.

له دې وړاندې د بريتانيا د سفر پر مهال نوموړي، دغه هېواد په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو او د سوريه د کړکېچ په اړه د مهمو مسلو پر سر خبرې کړې وې.

ښاغلی اوباما چې د امريکا د ولسمشر په توګه نهه مياشتې وخت لري، د سفر په پيل کې سعودي ته تللی او هلته یې د فارس خليج د هېوادونو په غونډه کې هم ګډون کړی و.

ورته مطالب