ایا پاکستان به د حقاني شبکې پرضد عمليات وکړي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغان طالبانو حقاني شبکه، چې له القاعده شبکې سره نژدې اړيکې لري، د افغان طالبانو يو له تر ټولو زیاتې فعاله ډلې ګڼل کېږي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه ویناپاڼه کې پر پاکستان غږ کړی، چې د حقاني شبکې پرضد دي عمليات وکړي. حقاني شبکه چې د نړیوالو په خبره د پاکستان استخباراتي شبکې يې ملاتړ کوي او پاکستان همدا شبکه د ښو طالبانو له ډلې بولي.

ایا تر نړیوال فشار وروسته به پاکستان ددغې شبکې پرضد عمليات وکړي؟

د کابل په زړه کې د تېري سې شنبې تر خونړي برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په يوه بیان کې پر پاکستان غږ کړی، چې د حقاني شبکې پرضد دي کلک عمليات وکړي.

طالبانو د کابل ددغه برید مسؤولیت قبول کړی و، خو کابل يې ترشا حقاني شبکه بللې، چې د پاکستان څارګرې ادارې ايي ایس ايي ته نېژدې ګڼل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا پاکستان به د حقاني شبکې پرضد عملیات وکړي که نه؟ په پېښور کې د چارو شنونکی رحيم الله یوسفزی وايي، پاکستان بیا بیا دا ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې يې د حقاني شبکې پرضد عمليات کړي، خو په خبره يې امريکا بیا بیا همدا غوښتنه ترې کوي.

د رحيم الله یوسفزي په خبره، له حقاني شبکې او افغان طالبانو سره د پاکستاني پوځ اړيکې ډېرې زړې دي او زیاتوي، دغه اړيکې يې اوس هم شته.

په اسلام اباد کې د چارو شنونکې مریانه بابر بیا وايي، پاکستان که په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پرضد عملیات کړي هم وي، خو دا ډله يې له منځه وړې نه ده.

مریانه بابر زیاتوي: ''موږ ته دلته د پاکستاني پوځ لخوا وویل شول، چې په وزیرستان کې مو حقاني شبکه ځپلې، خو وروسته بیا ماته ځينو سرچینو وویل، چې نه، دا شبکه اوس بلوچستان او نورو سیمو ته واوښته''.

بلې خواته په کابل کې د ولسشمر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مينه پال د امريکا د بهرنيو چارو ددغه بیان په هکله بي بي سي ته وویل، افغان دولت غواړي، چې امریکا پر پاکستان همداسې فشار واچوي، تر څو دده په خبره هغوی د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

Image caption د رحيم الله یوسفزي په خبره، له حقاني شبکې او افغان طالبانو سره د پاکستاني پوځ اړيکې ډېرې زړې دي او زیاتوي، دغه اړيکې يې اوس هم شته.

د افغان طالبانو حقاني شبکه، چې له القاعده شبکې سره نژدې اړيکې لري، د افغان طالبانو يو له تر ټولو زیاتې فعاله ډلې ګڼل کېږي، چې افغان دولت او نړۍ يې اوس هم د پاکستان څارګرې ادارې پر ملاتړ تورنوي، خو پاکستان بیا دا نه مني.

ورته مطالب