د زهرجنو خوږو له امله ۲۳ کسان مړۀ شوی

د انځور حقوق Alamy

د پاکستان د پنجاب ايالت په جنوبي برخه کې د زهرجنو خوږو يا مټايۍ د خوړلو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۲٣ تنو ته لوړ شوی او د اتو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.

د پوليسو په وينا د زهرجنو خوږو د جوړولو په تور يې درې کسان نيولي، چې اوس پرې د وژنې تور هم لګېدلی دی. وړاندې په دې کسانو يوازې د زهرجنو خوړو تيارولو تور پرې لگول شوى، چې سزا يې ۱۰ کاله ده.

په سيمه کې يوه مشر پوليس محمد علي بي بي سي ته ويلي، چې درې نيول شوی تورن کسان د خوږو د هټۍ څښتنانان دي.

د زهرجنو خوږو د خوړلو له امله دا پېښه تېره اوونۍ د پنجاب په ليه کې رامنځ ته شوې وه، د سيمې ديوۀ اوسېدونکي عمر حيات له خوا د خپل لمسي د زېږېدو د کليزې په تړاو د ويشل شوو خوږو د خوړلو له امله ۱۰۰ تنه ناروغ شوي وو.

د پوليسو په وينا د خوږو له خوړلو سملاسي ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د چارواکو په وينا اوسمهال شاوخوا ۷۹ کسان په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې د اتو تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

پوليس وايي د خوږو له دوکان څخه د موږکانو د وژلو زهر هم ترلاسه شوي، په سيمه ييزه کچه د دغو زهرو پر کارولو بنديز لګېدلی چې له بهر څخه پاکستان ته قاچاق کېږي.

ورته مطالب