۹۰ کلن پخوانی امریکایی سناتور له یوه سړي سره واده کوي

د انځور حقوق Getty

په امریکا کې یوه ۹۰ کلن پخواني سناتور هاریس ووفورډ هوډ کړی، چې د خپلې مړې شوې مېرمنې د ځای ناستې ټاکلو لپاره روانه اونۍ له یوه سړي سره واده وکړي.

نوموړي په "نیویارک ټایمز" ورځپاڼه کې یو مطلب لیکلی او د همجنس بازانو د واده ټینګ ملاتړ یې پکې کړی دی.

دغه سناتور زیاتوي، داسي انګیري چې نېکبخته دی.

ووفورډ وايي، د کلیر په نامه پخوانۍ مېرمن یې په ۱۹۹۶ کال د وینې د سرطان له کبله مړه شوه، چې په وینا یې "مېړه او ښځې بې شانه مینه لرله".

کلیر د دغه پخواني امریکايي سناتور پر سیاسي تګلوري ډېر اغېز کړی و. له کلیر نه د ووفورډ درې اولادونه پیدا شوي.

دی وايي: "زه نه وایم چې له چا سره مینه لرم، هغه که نر وي یا ښځه. د نیمې پېړۍ لپاره مې یوه ښه ښځه مېرمنه وه. او اوس نېکبخته یم چې د دویم ځل لپاره مې خوشحالۍ په برخه کېږي".

ووفورډ له ۱۹۹۱ کال نه تر ۱۹۹۵ کال پورې په مشرانو جرګې کې له پنسلوانیا ایالت نه د دیموکرات ګوند غړی و.

نوموړي د خپلې مېرمنې له مړینې پنځه کاله وروسته له متیو شارلټن سره ولیدل، چې غواړي واده ورسره وکړي.

د ۲۰۱۵ کال جون کې سترې محکمې هم پرېکړه کړې ده، هغه ایالتعونه چې د همجنس بازانو واده یې منع اعلان کړی، د امریکا د اساسي قانون پربنسټ اجازه ورکړي.

دغه پخواني سناتور په اتلس کلنۍ کې د فیدرالي ټولنې په بنسټ اېښودو کې هم ګډون کړی، دغه ټولنه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فیدرالي واکمنۍ هڅولو ته خلک وربولي.

ووفورډ وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر جان کینیډي له ولسمشریز کمپاین سره یوځای شو.

او د امریکا له پخواني او اوسني ولسمشرانو (بیل کلنټن او بارک اوباما) سره یې هم ګډ کار کړی.

ورته مطالب