د قاهرې پولیسو د دولت مخالف لاریون کوونکي خواره واره کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption رسمي خبرداریو سره سره، نژدې ۵۰۰ کسان په دقي کې د مساحې په میدان کې راټول شوي وو.

د مصر د بلوا ضد پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز او چره ای ګولیو څخه په کار اخستو په پلازمېنه قاهره کې د دولت مخالف لاریون کوونکي خواره واره کړل.

سلګونه کسان د پلازمېنې په الدقي سیمه کې راټول شوي وو او سعودي عربستان ته د دوو جزیرو د ورکړې د پرېکړې له امله یې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د استعفا غوښتنه یې کوه

سره له دې چې د لاریون د مخنیوي لپاره په ټول ښار کې پولیس او د اردو سرتېري ځای پرځای شوي و، خو بیا هم دا نښته رامنځته شوه.

سیکولارو او چپ اړخي فعالانو وړاندې د دوشنبې په ورځ د دولت ضد لاریونونو غوښتنه کړې وه، خو د مصر کورنیو چارو وزیر مجدي عبدالغفار ویلي و، "امنیتي ځواکونه به له هرډول هڅې سره چې عمومي آرامتیا ته زیان ورسوي، په جدي توګه غبرګون وښيي."

د مصر د قوانینو له مخې، په دې هېواد کې له جواز پرته لاریونونه ناقانونه دي.

ویل کېږي چې لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي دی.

ښاغلی السیسي چې په ۲۰۱۳ کال کې قدرت ته رسېدو سره یې ټول مخالفونه غلي کړل، د یکشنبې په ورځ دولتي ټلویزیون کې د وینا پرمهال وویل، "شرخوښي" ځواکونه د هېواد بې ثباته کولو لپاره د توطیې په هڅه کې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لاریون پرمهال د بلوا ضد پولیس راورسېدل او لاریون کوونکي یې خواره واره کړل.

مصر کې مخالفتونو وروسته له هغه یو ځل بیا زور واخست چې ددې هېواد دولت په سرې بحیرې کې د دوو ټاپوګانو د حاکمیت حق سعودي عربستان ته ورکړ.

ښاغلي سیسي د خپل هېواد له دې ګام څخه دفاع وکړه او ويې ویل، دا دوه ټاپوګان تل د عربستان اړوندې وې.

'د ډار نښې نښانې'

پر رسمي خبرداریو سربېره نژدې ۵۰۰ کسان په دقي کې د مساحې په میدان کې راټول شوي وو.

هغوی د "ځه، ځه" او "ډوډۍ، آزادي، مصري ټاپوګان" شعارونه ورکول، خو پولیسو د بلوا ضد تجهیزاتو سره راورسېد او د اوښکې بهوونکي ګاز او چره ییزو ګولیو ډزې یې پیل کړې.

وروسته څو لاریون کوونکي او څو خبریالان ونیول شول.

د بشري حقونو یوې ممتازې ډلې وروسته وویل، د ۱۳۳ کسانو نیول کېدل یې د ۳ ساعتونو په موده کې تایید کړې چې ۱۱ یې خبریالان وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بلخوا د ولسمشر سیسي پلویانو بیا په آزاد ډول لاریون وکړ.

وړاندې زغره وال وسایل، اوبه پاشونکي ماشونه او د بلوا ضد پولیس د قاهرې په حساسو سیمو لکه تحریر میدان کې چې په ۲۰۱۱ کال کې د حسني مبارک پرضد د قیام اصلي مرکز و او هغو ځایونو کې چې لاریون کوونکو د لاریون لپاره وړاندیز کړي و، ځای پرځای شوي.

قاهره کې د بي بي سي خبریال اورلا ګویرین وایي، د ښاغلي سیسي پلویان بیا په آزاد ډول راټول او یو لږ شمېر یې په ښار کې نڅاوې کولې.

زموږ خبریال وایي، د پولیسو بد رفتار او څپڅپانده اقتصادي حالت په څېر یو شمېر مسایلو په اړه نارضایتۍ په ډېرېدو دي.

د هغې په وینا، ځېنې شنوونکي وایي، د ډېر امنیتي سرتېرو شتون دولت کې د ډار په معنا دی.

ښاغلي سیسي په ۲۰۱۳ کال کې د مسلح قواوو د قومندان په توګه د پوځيانو لخوا د محمد مرسي دولت ړنګولو رهبري پرغاړه لرله.

له هغه مهال راهیسي تر زرو ډېر کسان وژل شوي چې تصور کېږي ۴۰ زره کسان زنداني شوي وي چې تر ډېره د اخوان المسلمین ډلې پلویان دي.

ورته مطالب