د سوریې حلب کې تازه نښتو د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق AFP

د سوریې حلب ښار په تازه نښتو کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي، چې د اوربند ماتولو په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي.

ویل کېږي د روسيې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د سوریې ځواکونو په حلب ښار کې پوځي عملیات پراخه کړي دي.

سوري فعالان وايي، د چارشنبې ورځې په بریدونو کې یو روغتون په نښه شوی دی.

ویل کېږي په برید کې دوه ماشومان او په حلب ښار کې د حکومت مخالفو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ماشومانو د درملنې یوازېنی ډاکټر هم وژل شوی.

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډلې ویلي، پر روغتون او د استوګنې پر ځایونو بمباري د سوري ځواکونو له خوا شوې ده.

د نښتو په ډېرېدو سره، د سوریې د کړکیچ د هواري په موخه نړیوالو هڅو ته ډېر زیان اوښتی دی.

وړاندې، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا له امریکا او روسیې نه د سوریې د سولې خبرو کې د سم لاسي مداخلې غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو دغه استازي دا هم ویلي چې "په سوریه کې د سیاسي واک د لېږد په تړاو د سوري حکومت او لویو مخالفو ډلو ترمنځ د لیدلوري په اړه اختلافونه ژور دي".

نوموړی زیاتوي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په اوسط ډول په ۲۵ دقیقو کې یو سوریایی وګړی وژل شوی، او په ۱۳ دقیقو کې بل ټپي شوی دی.

د انځور حقوق AFP

دي میستورا د خبرو په لړ کې د اتو مخونو په یوه وثیقه کې ویلي "دواړې غاړې سلا دي چې انتقالي اداره کې به د اوسني حکومت غړي او د مخالفو او خپلواکو اړخونو غړي وي".

ورته مطالب