امريکا پاکستان ته د ايف ١٦ الوتکو د ورکولو شرطونه بدل کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره مياشت د امريکاد مشرانو جرگې پر پاکستان ددې الوتکو پلورل تاييد کړي و.

د امريکا مشرانو جرگې کې د بهرنېو اړيکو د جرگگۍ په غوښتنه د اوباما حکومت پاکستان ته د ايف١٦ جنگي الوتکو د پلورلو په لړ کې له مرستې انکار کړى دى.

ددې پرېکړه وروسته به اوس پاکستان پخپله د اتو ايف ١٦ الوتکو رانيولو لپاره ټول اوه سوه ميلونه ډالر خپله ورکوي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ جيگپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي دي " د اوباما حکومت اوس هم غواړي په پاکستان دا الوتکې وپلوري خو دې لپاره د امريکا پيسې نه شي لگولى".

کله چې په امريکا کې د پاکستان د سفارت وياند، نديم هوتيانه، په دې اړه و پوښتل شول هغۀ وويل " د وسلو پلورل ډېر وخت اخلي، په دې ځانگړې حالت يا قضيې څه نه شي ويلى".

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي داهم وويل " په روان کال کې پاکستان ته د نورو پوځي مرستو بوديجه کانگرس ته وړاندې شوې وه او د هغې د نه ورکولو پرېکړه هم شوې ده.

خو ده وويل د اوباما حکومت به په دې مسلو کانگرس سره کار ته دوام ورکوي.

د مشرانو جرگې دا پرېکړه د پاکستان لپاره يو لوى تاوان دى، ځکه کله چې په لومړي ځل دې جرگې تېره مياشت په پاکستان د ايف ١٦ جنگي الوتکو پلورل تاييدکړل، هغه وخت داسې برېښيده چې په دې لړ کې ټولې ستونزې لرې شوې دي.