د عراق لومړي وزیر د لاریونیانو نیولو امر کړی

د انځور حقوق AP
Image caption وړاندې العبادي له لاریون کوونکو غوښتي وو چې د پارلمان له ودانۍ ووځي او یوازې د پارلمان ودانۍ مخې ته د خلکو د راغونډېدو په ځای کې پاتې شي.

د عراق لومړي وزیر د هغو شیعه لاریونیانو او اړدوړ جوړوونکو د نیولو او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې د سپارلو امر کړی، چې د شنبې په ورځ د پارلمان پر ودانۍ ورننوتل او پارلمان ته یې زیان واړاوه.

حیدر العبادي ویلي، هغه کسان چې د ویجاړۍ او ګډوډۍ عاملین دي، باید عدالت ته راکش کړل شي.

وړاندې العبادي له لاریون کوونکو غوښتي وو چې د پارلمان له ودانۍ ووځي او یوازې د پارلمان ودانۍ مخې ته د خلکو د راغونډېدو په ځای کې پاتې شي.

په بغداد کې د شيعه روحاني مشر مقتدی الصدر پلويانو په زرغونه سيمه کې امنیتي دروازې ماتې کړې او پارلمان ته له ننوتلو وروسته یې بهر کې کېږدۍ وهلې. د عراق ولسمشر فؤاد معصوم په هېواد کې د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې.

Image caption حیدر العبادي د پارلمان له ودانۍ نه د لاریونیانو له وتلو وروسته ویجاړي ولیده
Image caption لاریونیان د شنبې په ورځ پارلمان ته ننوتل خو وروسته ترې ووتل او د پارلمان مخامخ دېره شو.

دا لاریونونه د نوي حکومت جوړېدو له ځنډ څو اونۍ وروسته شوي دي.

د انځور حقوق Reuters

فؤاد معصوم له سیاسي مشرانو او د درو ګونو قوو له مشران غوښتي چې "د سیاسي اړدوړ ختمولو پر سر د بحث لپاره بېړنۍ ناسته جوړه کړي".

د نوموړي له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي "حکومت ژمن دی چې په وزارتونو کې پاموړ بدلون راولي، او د سمون لپاره سم لاسي ګامونه واخلي".

وړاندې عراقي ځواکونو پلازمېنه بغداد کې بېړنی حالت اعلان کړی و، خو ګرځبندیز لا نه دی لګول شوی.

په زرغونه سیمه کې بهرني سفارتونه روان وضعیت اندېښمنوونکی بولي، خو تر اوسه کومه تاوتریخجنه پېښه لا نه ده رامنځ ته شوې.

ویل کېږي چې امنیتي ځواکونو د امریکا سفارت ته څېرمه د اوښلن ګاز ځینې مرمۍ ویشتلې دي.

د شنبې ورځې وضعیت

په سلګونو لاريون کوونکو د عراق پلازمېنې بغداد کې پر پارلمان بريد کړی او غوښتنه يې کړې چې نوې کابينه دې وټاکل شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریونیانو کرۍ تېره شپه له پارلمان بهر په میدان کې تېره کړه

په بغداد کې د شيعه روحاني مشر مقتدا الصدر پلويانو په زرغونه سيمه کې امنیتي دروازې ماتې کړې او پارلمان ته ننوتلي دي.

بي بي سي ته يوې امنیتي سرچينې ويلي چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د انځور حقوق Reuters

د يوه پلان له مخې مقتدا الصدر غواړي چې پر لومړي وزير حيدر العبادي فشار راوړي چې د کابينې ځينې غړي بدل او پر ځای يې نوي کسان وټاکي.

سياستوال په دې کې پاتې راغلي چې نوو وزيرانو ته د باور رايه ورکړي.

بل خوا د پارلمان يو شمېر قوي ګوندونه د دغو بدلونونو مخالف دي او له څو اوونيو راهيسې دغه پروسه له ځنډ سره مخامخ ده.

د وزيرانو د ګومارلو د ځنډ له امله په سلګونو زرو کسانو د بغداد په زرغونه سيمه کې لاريون کړی و. زرغونه سيمه هغه ځای دی چې سفارتونو، مهم دفترونه او ودانۍ په کې دي او کلک امنيتي تدابير په کې نيول کېږي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

د شنبې په ورځ کله چې په دې تړاو په پارلمان کې رايه اچوونه ترسره نه شوه، مقتدا الصدر پر تلويزون راڅرګند شو، چې وروسته دغه بلواګانې رامنځ ته شوې. نوموړي په خپلو خبرو کې د پارلمان ودانۍ ته د ننوتو په اړه څه نه وو ويلي.

د بريتانيا د رويټرز خبري اژانس په وينا لاريون کوونکو د پارلمان په ودانۍ کې لوټمار پيل کړی، په عيني حال کې د ملګرو ملتونو او نورو سفارتونو کارکوونکو د خپلو ودانيو دروازې له بهره بندې کړې دي.

حيدر العبادي په ۲۰۱۴ کې واک ته له رسېدو وروسته په هېواد کې د درغليو او مذهبي کړکېچ د ختمولو ژمنې کړې وې، خو تراوسه داسې ښکاري چې د خپلو ژمنو په پوره کولو نه دی کامياب شوی.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

مقتدی الصدر په عراق کې د "مهدي پوځ" په نامه د ملېشې مشر دی چې دغه هېواد ته د امريکا له ننوتلو وروسته مشهور شو.

د نوموړي پر پوځي ډله، د زرګونو سني مسلمانانو د وژلو او زور زياتي تور دی، هغه مهال نوموړی ايران ته تښتېدلی و چې په ۲۰۱۱ کې بېرته عراق ته ستون شو.

مقتدی الصدر څوک دی؟

د انځور حقوق AFP
  • شیعه ملا او د (مهدي پوځ) په نامه د ملېشې مشر مقتدی الصدر په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل وروسته ډېر مطرح او مشهور شو. دغه ډله ځان د امریکا ضد ګڼي.
  • د ښاغلي الصدر پلویان څو ځلې له امریکايي ځواکونو سره نښتي دي.
  • په ۲۰۰۴ کال د ښاغلي صدر د نیولو امر وشو، ځکه چې پر نوموړي د یوه سیال ملا د وژلو تور پورې شو.
  • د الصدر پر ډلې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۷ کال پورې د زرګونو سنیانو د وژلو او ربړولو تتور هم دی، چې ویل کېږي دار کار یې په لوی لاس کړی. صدر په دې موده کې ایران ته وتښتېد.
  • په ۲۰۱۱ کال، مقتدی الصدر، له ملاتړي ایران نه عراق ته ستون شو، او عراق کې یې د یووالي او سولې غږ پورته کړ.

ورته مطالب