د سعودۍ محصلې د وژلو په جرم بریتانوی زلمی ۲۷ کاله بندي شو

د انځور حقوق Essex Police
Image caption قاتل د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې وروسته تر هغه ونیول شو، چې ځینو لارویانو هغه د دویم جرم په ځای کې په داسې حالت کې ولید، لکه له چا نه چې پټ شوی وي.

په بریتانیا کې محکمې یو بریتانوی زلمی، د دوو جرمونو له کبله، چې په یوه کې د سعودي عربستان یوه محصله وژلې ده، په ۲۷ کلونو بند محکوم کړی دی.

قاتل په کولټچسټر ښار کې په ۲۰۱۴ کال د سعودي عربستان یوه محصله ناهد المانع وژلې او یو بل کس یې په چړې وهلی.

هغه مهال د قاتل عمر ۱۵ کاله و.

نوموړي په ۱۷ کلنۍ کې د قتل تور منلی خو وايي چې د وژلو نیت یې نه درلود.

محکمې دوه ځلې نوموړي ته د عمري بند سزا ټاکلې وه.

۳۱ کلنه المانع هغه مهال ووژل شوه، چې د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۱۷مه ایسکس پوهنتون ته پر لاره وه.

قاضي تورن فیرویزر ته وویل، که چېرې یې عمر کم نه وای، نو ټول عمر به په بند کې وای.

قاضي دا ''وحشیانه برید'' بللی دی.

ښکاري چې قاتل د قاضي د پرېکړې اعلانولو پرمهال هغه ته په ځوب کې ویلي ''څه چې وایې ما ته مهم نه دي''.

قاتل د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې وروسته تر هغه ونیول شو، چې ځینو لارویانو هغه د دویم جرم په ځای کې په داسې حالت کې ولید، لکه له چا نه چې پټ شوی وي.

پولیسو دی ونیو خو له پوښتنو ګروېږنو وروسته یې بېرته خوشی کړ.

خو نوموړي ته په ښوونځي کې هېچا په سمه سترګه نه کتل او ده هم د یوازېتوب او انعزال احساس کاوه.

ورته مطالب