د اسامه وژل کېدو کلیزه؛ سي آی اې د عملیاتو جزییات ټویټ کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه عکس چې سپینې ماڼۍ پنځه کاله وړاندې د بن لادن د وژلو شیبه کې خپور کړ.

د امریکا څارګرې ادارې (سي آی اې) د اسامه بن لادن د وژل کېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د القاعدې پر بنسټګر د امریکایي کومانډو سرتېرو د عملیاتو شېبه په شېبه جزییات ټویټ کړي دي.

اسامه د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې په خپل پټنځای کې د امریکایي کومانډو ځواکونو لخوا ووژل شو.

سي آی اې د ۲۰۱۶ کال مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر حساب کې ویلي چې ددې عملیاتو بېلابېل پړاوونه ټویټ کوي.

د سي آی اې ټویټونو کې ټول پړاوونه شامل دي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا د بن لادن پر هستوګنځي د برید له فرمانه پیلېږي او د هغه تر ښخېدو پورې دوام کوي.

سي آی اې په دې وروستیو کې د هغې پېښې جزییات په خپل وبسایټ کې خپاره کړي دي.

د سي آی اې دا اقدام د کاروونکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی او تر ډېره منفي ښکاري.

د مثال په ډول، یوه کاروونکي د سي آی اې تویټونه "خندوونکي او د شرم وړ" بللي دي.

بل کاروونکي لیکلي، "چا خو به د سي آی اې تویټر نه وي هک کړی؟ دا ترټولو بده ایډیا ده."

ورته مطالب