ډونالډ ټرمپ چین پر "ناعادلانه" اقتصادي سیاستونو تورن کړ

د انځور حقوق

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند د لومړنیو سیالیو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ د چین سوداګریز سیاست په تړاو یو لړ انتقادي څرګندونو کې دا هېواد تورن کړی چې پر امریکا یې "تېری" کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په ایندیانا ایالت کې یوې غونډې ته په خبرو کې چین "د نړۍ په تاریخ کې د لویې غلا" مسوول وباله.

دغه امریکایي سوداګر او میلیاردر وړاندې هم چین تورن کړی و چې ددې هېواد د پیسو ارزښت په تړاو فریبکارۍ سره نړیوالو بازارونو کې د خپلو صادراتو د رقابت لامل شوی دی.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، دې موضوع په شدیده توګه د امریکا پر سوداګرۍ او د کار پر بازار منفي اغیزه کړې.

ټرمپ غونډې ته د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: "موږ نشو کولی چین ته اجازه ورکړو چې زموږ پر هېواد تېري ته دوام ورکړي. موږ دا مسئله بدلوو. هېر مو نشي چې موږ دا کار کولی شو."

دا لومړی ځل دی چې ښاغلي ټرمپ د چین او ددې هېواد د سوداګرۍ په تړاو د "تېري" کلمه کاروي.

ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ژمنه کړې چې "چین سره به داسې توافق ولري چې د امریکا سوداګرۍ او د کار له بازار سره مرسته وکړي."

ښاغلي ټرمپ د امریکا ټاکنو له جنجالي څېرو ګڼل کېږي او تراوسه د جمهوري غوښتونکو څو وتلیو څېرو دده له کاندیداتورۍ سره مخالف ښوولی دی. دوی له دیموکراتانو سره په سراسري ټاکنو کې دده پر سیالۍ باوري نه دي او سربېره پردې ډېر یې د ښاغلي ټرمپ پر چلند او خبرو اعتراض لري.

ورته مطالب