د مصر پولیسو د دولت دوه منتقد خبریالان نیولي دي

د انځور حقوق epa

د مصري خبريالانو په وینا، ددې هېواد پولیسو په پلازمېنه قاهره کې د خبریالانو ټولنې پر یوه دفتر چاپه وهلې او د دولت دوه منتقد خبریالان یې نیولي دي.

د مصر کورنیو چارو وزیر د دغو خبریالانو نیول کېدل تایید کړي خو دا یې رد کړې چې ګواکې پولیس د خبریالانو ټولنې دفتر دننه ورغلي وي.

د قاهرې څارنوالۍ په نقل ځېنو راپورونو کې د نیول شویو خبریالانو نومونه "عمرو بدر او محمود سکا" ویل شوي او د هغه څه له امله چې "پارول او اعتراضاتو ته لمن وهل" بلل کېږي، نیول شوي دي.

د مصر امنیتي ځواکونه له دوو اونیو راهیسې چې زرګونه کسان د دې هېواد د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د پرېکړې په اعتراض چې دوه جزیرې یې سعودي عربستان ته وسپارلې، لارو کوڅو ته راووتل، د هرډول مدني حرکت پروړاندې جدي غبرګون ښيي.

ښاغلي سیسي د مصر ددې ګام دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا دواړه جزیرې تل د عربستان اړوند وې.

ورته مطالب