د ترکیې حاکم ګوند د احمد داوداوغلو راتلونکې په اړه 'پرېکړه کوي'

د انځور حقوق AP

د ترکیې رسنۍ وایي، د عدالت او پراختیا ګوند به چې اوسمهال په دې هېواد کې په واک کې دی، ډېر ژر یوه ځانګړې ناسته ترسره کړي. ویل کېږي دا ناسته په دې ګوند کې د ترکیې لومړي وزیر احمد داووداوغلو د مشرۍ پر دوام څرخېږي.

دا راپورونه د داووداوغلو او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ د تېرې ورځې تر لیده کاته وروسته خپاره شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ (مې ۴مه) د ترکیې رسنیو راپور ورکړ چې ددې ګوند په ناسته کې به غړي د ګوند د نوي مشر پر تړاو پرېکړه وکړي او لکه څنګه چې رپوټونه وایي، ښاغلي داووداوغلو به ددې ګوند مشرۍ ته بیا نوماند نه شي.

نو په دې توګه به د لومړي وزیر احمد داووداوغلو او ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ اختلافات چې له ډېر مودې راهیسې یې ګونګوسې خپرې دي، څرګند شي.

ښاغلي اردوغان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته، د عدالت او پراختیا ګوند کې د خپل ځایناستي په توګه ښاغلي داووداوغلو وړاندې کړ او دې څوکۍ ته رسېدو کې یې هغه ته لاره هواره کړې وه.

سره له دې، تردې ټاکنې وروسته دې دواړو د ولسمشر د واکونو ډېرېدو او د لومړي وزیر د قدرت محدودېدو په تړاو د نظر اختلاف پیدا کړ.

ددغه اختلاف یوه وروستۍ نښه، تېره اونۍ څرګنده شوه چې کله ښاغلي داووداوغلو ددې ګوند د مشر په توګه د خپل ګوند د ولایتي استازو له ټاکلو شاته پاتې شو.

د ترکیې رسنیو همداراز راپور ورکړی چې ښاغلي داووداوغلو د ګوند له مشرانو سره تر ناستې وروسته، نن پنجشنبه په یوه خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وایي.

د کتونکو په باور، د ترکیې د حاکم ګوند د مشرانو ترمنځ اختلاف او ددې هېواد تر پولو بهر سوریه کې د جګړو او په سیمه کې د داعش شتون ترڅنګ، د دولت او د کوردستان کارګرانو ګوند (پ ک ک) ترمنځ د خونړیو جګړو زیاتوالی به "لا ډېر ددې هېواد د بې ثباتۍ" لامل شي.

په ورته وخت کې، دغه هېواد له اروپایي ټولنې سره د کډوالو کړکېچ د هوکړې په منځ او شینګن حوزې سره د یوځای کېدو په درشل کې دی. ښاغلی داووداوغلو ددې مذاکراتو په رائس کې دی او له اروپایي ټولنې سره د خبرو اصلي لوری دی.

ورته مطالب