د اسامه پاکستانی کور، اوس لوبغالی

Image caption د پاکستان ابټ اباد په هغه کور کې چې اسامه په کې اوسېده اوس ماشومان په کې لوبې کوي

د پاکستان په ابټ اباد ښار کې له ننه پنځه کاله وړاندې د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن د امريکايي ځواکونو لخوا و وژل شو. هغه کور چې اسامه بن لادن په کې اوسېده، نن د دغه کلي د ماشومانو د کرېکټ لوبغالی دی.

د اسامه تر وژل کېدو نن پنځه کاله وروسته هم د پاکستان د نورو برخو په څېر د ابټ اباد وګړي هم له واکمنو دا پوښتنه کوي، چې څه ډول اسامه بن لادن د پاکستاني پوځ په زړه کې په ابټ اباد کې اوسېده او څه ډول د هغوی په ناخبرۍ کې همدلته ووژل شو.

د ابټ اباد د نور، ښارګوټي په څېر بلال ټاون هم د ګڼې ګوڼې يوه سیمه ده. وړې وړې او تنګې کوڅې لري د نور ښار غوندې دغه سیمه هم تکه شنه ښکاري.

داسې نه، چې پنځه کاله وړاندې دلته چا فکر هم نه شوی کولی، چې اسامه بن لادن دلته په يوه کور کې ژوند کوي، بلکې اوس د هغه د مرګ پنځه کاله وروسته هم ځايي وګړي په دې باور نه کوي.

په بلال ښارګوټي کې دغه کور د اسامه په ژوند کې وزیرستان حوېلۍ، خو تر مرګ وروسته يې په خپل نامه شو:

د دغه ویجاړ شوي کور په غولي کې ماشومانو لوبې کولې. يو ماشوم چې سیف الله نومېده، د کور ټول وران شوي دېوالونه يې راوښوول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پنځه کاله وړاندې اسامه بن لادن د امریکا ځانګړو ځواکونو له خوا د پاکستان په اېبټ اباد کې ووژل شو

د بن لادن دا کور چې په وزیرستان حوېلۍ مشهور و، د ده تر وژل کېدو وروسته يې په نامه شو. ماشومان او ځوانان وايي، د دغه کور تر نړېدو وروسته دوی ته د کرېکټ لوبغالی ورپيدا شو، چې په کې هر مازديګر د کرېکټ لوبه کوي. خو په دغه ځوانانو کې يې یو بیا لږ څه ګیله من هم و. دغه ځوان ویل

"نیم پېچ (کرېکټ ډګر) جوړ شوی دی، سمه مزه يې نشته". د دغه ځوان په خبره د اسامه کورنۍ همدا فرش شوی ځای د موټر د درولو لپاره جوړ کړی و، چې په خبره يې پلنوالی يې زیات دی او اوږدوالی يې کم دی.

بلال نومي ښارګوټی چې په کې د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن پنځه کاله وړاندې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې و وژل شو، خو یو اسامه لا هم په همدې بلال ښارګوټي کې او ځانګړې همغه کوڅه ژوند کوي.

دا بیا ۱۷ کلن اسامه دی، دی وايي، په هغه ورځ چې بن لادن په عملیاتو کې وژل کېده، دی هم پر کور و، هغه څه چې په خپلو سترګو يې لیدلي وو، په دې ټکيو کې يې بیان کړل.

"داسي څه خاص خو مو ونه لیدل، څه د پاسه دولس بجې وې، چې د هليکوپټرو ږغونه مو واورېدل. موږ دا فکر کاوه، چې يو پاګل دی، چې دا وخت په نيمه شپه هیليکوپټر چلوي. يو زموږ له کور سره نژدې او بل دلته کښته شو. او کومانډو يې راکښته کړل".

مخکې چا پوښتنه نه کوله، خو اوس څوک له ډاره څه ویلی نشي:

د بلال ښارګوټي اوسېدونکي د اسامه بن لادن تر وژل کېدو نن پنځه کاله وروسته هم په وېره کې دي. ځکه چې تراوسه پورې يو شمېر داسې کسان او چارواکي تری تم شوي، چې په دې پېښه يې له رسنيو سره خبري کړې دي.

ګومان کېږي، چې دغه کسان د پاکستان څارګرو ادارو وړي دي، خو هغوی دا نه مني. کله چې ابټ اباد ښار ته ورغلو، نو هلته ځايي خبریالانو راته وویل، چې که مو له چا پوښتنه کوله، چې د اسامه د همدې کور درک درته وښيي، نو داسې مه ورته وایاست، چې د اسامه کور چېرې دی، بلکې د دې پرځای باید دا پوښتنه وکړئ، چې بلال ښارګوټي ته کومه لاره ځي.

ځايي وګړي وايي، اوس ډېری وخت په ساده کالیو کې د څارګرو ادارو چارواکي راځي او دا څاري، چې څوک په ځانګړې توګه خبریالان دې کور یا بلال ښارګوټي ته راځي.

د اسامه د وژلو پېښې د ابټ اباد پر خلکو اغېز:

د پاکستان په ابټ اباد کې د القاعده شبکې د بنسټګر او د داسې يوه کس وژل کېدل، چې ټوله نړۍ يې په لټه کې وه، خپله يې د دغه ښار په وګړيو کوم اغېز وکړ، ځايي خبریال محمد زبیر راته وویل، د دوی د ښار وګړي چې د نړۍ کوم ګوټ ته هم ځي او کله چې هلته ورڅخه امنيتي چارواکي د ځای پوښتنه وکړي، نو ورته حیران شي، چې تاسو هم د اسامه بن لادن کلیوال یاست.

زبیر زیاتوي، اوس د دې پېښې پنځه کاله وشول، خو اوس هم همدا ستونزه شته. له دې سره د ابټ اباد ډېری وګړي، له دې سره چې نن هم دا مني، چې ګواکې اسامه بن لادن دې همدلته په اېبټ اباد کې اوسېده، بلکې د هغه وژل هم ورته يوه ډرامه ښکاري. څو ځوانانو خو لا بي بي سي ته بن لادن يو "ښه کلک مسلمان او هیرو" یاد کړ.