"افغان ميسي د گواښونو له امله هېواد پرېښى"

د انځور حقوق Unicef

هغه پنځه کلن افغان چې له پلاستيکه يې د فټ بال د وتلي لوبغاړي ليونل ميسي کميس په تن کولو سره شهرت موندلى د امنيتي اندېښنو له امله يې افغانستان پرېښى.

د مرتضی احمدي کورنۍ له نورو غړیو سره د احتمالي خطر او ګواښونو له امله د پاکستان کوټې ته تللی دی.

د ماشوم ميسي پلار وايي، تر هغه وروسته چې مرتضی پر خواله رسنيو نوم پيدا کړ، د ځينو خلکو لخوا د هغه د تښتول کېدو وېرې د وطن په پرېښوولو مجبوره کړ.

ماشوم مرتضی احمدي چې اوس په پلاستیکي ميسي شهرت لري، تر هغه وروسته پر خواله رسنيو نوم پيدا کړ، چې ورور يې ورته د فوټبال د وتلي ستوري لیونل ميسي د کمیس غوندې له پلاستيکي کڅوړې کمیس جوړ کړی او د هغه ١٠ شمېره يې ورباندې ليکلې وه.

پر خواله رسنيو همدا تصوير او ويډيو دومره خپره شوه، چې ان تر لیونل ميسي ورسېده او هغه يې مينې دې ته اړ کړ، چې يو اصلي کميس او فوټبال يې زرګونه کیلومیتره لرې افغانستان ته ولېږه چې ورسره ماشوم ميسي په نړۍ کې نور هم مشهور شو.

ده چا ورته د پلاستيکي ميسي نوم ورکړ، چا بیا ماشوم میسي او چا هم وړوکی افغان ميسي، خو مرتضی په پنځه کلن عمر کې نور هېڅ نه غواړي، که غواړي نو له لیونل ميسي سره لیدنه...

د انځور حقوق bbc

مرتضی ميسي چې مشهور شو، نو يې په خپل وطن کې د نورو مينه ناکو انسانانو غوندې ژوند ته ګواښ پېښ شو. د پنځه کلن مرتضی احمدي کورنۍ وروسته له هغه خپل ولايت غزنی پرېښود، چې د پلار په خبره يې "د نامعلومو کسانو لخوا ورڅخه د پيسو غوښتنه کېده او ګواښ يې کاوه، چې ماشوم ميسي به وتښتوي".

مرتضی که څه هم اوس له خپل وطنه کډه شوی، خو د فوټبال د وتلي ستوري لیونل میسي مينه يې لاهمغسې په زړه کې ده. ماشوم ميسي په خپله ماشومه ژبه لاهم د دغې مينې څرگندونه داسې کوي.

"میسي دي ما هملته وروغواړي، زما ميسي ډېر خوښېږي. مېسي! ته زما خوښېږې... پاچا ميسي زه تا ډېر خوښوم، ما دروغواړه".

د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ همدا ماشوم مرتضی احمدي چې په وړوکي افغان ميسي یا پلاستيکي ميسي هم شهرت لري، دی او کورنۍ يې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوي، چې د غزني پلاستيکي ميسي دي د فوټبال له لیونل ميسي سره یو ځای کړي، تر څو مينه يې ترسره او ژوند يې خوندي شي.