مصرۍ فعاله سناء سیف قضا ته په سپکاوي بندي کېږي

سناء سیف
Image caption سناء سیف په ۲۰۱۴ کال هم د مظاهرو ضد قانون پرضد د احتجاج له کبله بندي شوې وه،‌ او ترڅنګ یې په ورته قضیه کې د ۲۳ نورو فعالانو بند هم لنډ کړ.‌

په مصر کې قضايي ارګان یوه وتلې فعاله سناء سیف په غیاب کې د مصر قضاء ته د سپکاوي په تور په شپږو میاشتو بند محکومه شوې ده.‌

د مصر لویې څارنوالۍ په تېره اپریل میاشت کې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرضد لاریونونو کې د خلکو د هڅولو په تور غوښتل شوې وه.‌ اعتراضونه سعودي ته د تیران او صنافیر ټاپوګانو د ورکولو پرضد شوي وو.‌

کله چې فعالې سناء سیف د قضاء امر ته غاړه کښېنه ښوده،‌ محکمې یې دا کار سپکاوی وګاڼه.

۲۲ کلنه سناء وايي، اوس ځان سپارلو ته چمتو ده،‌ ځکه چې په وینا یې د استیناف توان نه لري او چارواکو یې بندي کولو ته پوره هوډ کړی دی.

سناء سیف په ۲۰۱۴ کال هم د مظاهرو ضد قانون پرضد د احتجاج له کبله بندي شوې وه،‌ او ترڅنګ یې په ورته قضیه کې د ۲۳ نورو فعالانو بند هم لنډ کړل شو.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption مصر کې لاهم له تیران او صنافیر ټاپوګانو د تېرېدو پرضد لاریونونه روان دي

په دغو فعالانو کې یارا سلام هم وه،‌ چې د بند موده یې له درو کلونو یوه ته راټیټه شوې وه.‌

د سناء ورور او فعال علاء عبدالفتاح له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې په بند کې دی.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق epa

ورته مطالب