اردوګان: د اروپا خپله او زموږ خپله لار

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی اردوګان وايي "ترکيه اوس هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده"

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان اروپايي ټولنې ته ويلي، چې هېواد به يې د ترهګرۍ پر ضد هغو قوانينو کې چې اروپايي ټولنه يې غواړي بدلون رانه ولي.

دا له اروپايي ټولنې سره د تړون شرط و، چې په بدل کې به يې د ترکيې وګړي په اروپايي هېوادونو/ شينګن کې ازاد سفر کولی شي.

ښاغلي اردوګان په هغو خبرو کې چې په ژوندۍ بڼه د ترکیې پر تلويزيون خپرېدې وويل، "ستاسو [اروپايي ټولنې] خپله لار او زموږ خپله".

ويل کېږي چې د ښاغلي اردوګان دغه خبرې به له ويزې پرته اروپايي هېوادونو ته د ترکانو د سفر په اړه نورې اندېښنې هم غښتلې کړي.

ښاغلی اردوګان وايي "ترکيه اوس هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده".

نوموړي دغه څرګندونې د ترکيې د لومړي زوير احمد داود اوغلو له استعفا يوه ورځ وروسته کړې، ښاغلی اوغلو چې له اروپايي ټولنې سره يې تړون کړی و، له ولسمشر سره د نظر د توپيرونو له امله استعفا ورکړې وه.

د ښاغلي داود اوغلو په اړه فکر کېږي، له هغې وروسته چې ولسمشر رجب طيب اردوگان سره يې د هغه پلان په اړه چې د ترکيې حکومتي سستم د ولسمشرۍ هغې ته واړوي مخالفت وښود.

د راپورنو له مخې ولسمشر ته د زيات واک ورکولو له امله هم داود اوغلو ناخوښ و. نوموړي په يوه خبرپاڼه کې ویلي وو، "دا يوه ملي اړتيا وه، په دې کې کومه مالي ګټه نه ده نغښتې".

ښاغلي اوغلو ويلي، چې به د ولسمشر اردوګان ملاتړ ته به دوام ورکړي.

ورته مطالب