'عراق کې د 'اسلامي دولت' تر ۵۰ ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي'

په تېره اپریل میاشت کې عراقي ځواکونو د ۴۰ کسانو د مړو پاتې شوني وموندل د انځور حقوق EPA
Image caption په تېره اپریل میاشت کې عراقي ځواکونو د ۴۰ کسانو د مړو پاتې شوني وموندل

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، تر اوسه په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې تر واک لاندې سیمو کې تر ۵۰ ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي دي.

جان کوبیس امنیت شورا ته ویلي، هلته "د ناوړه جرمونو ثبوتونه شته"، چې په وینا یې د "اسلامي دولت" ډلې له خوا شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې ددغې ډلې تر واک لاندې سیمو کې ډېر قبرونه وموندل شول.

په وروستي ځل په تېره اپریل میاشت کې د عراق الرمادي ښار کې یو ډله ییز قبر پیدا شو، چې تر ۴۰ ډېر کسان پکې ښخ کړای شوي وو.

کوبیس وايي، نړیواله ټولنه باید د "اسلامي دولت" د جنګیالیو د محاسبې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د عراق پوځ د تېر ۲۰۱۵ کال له دسمبر میاشتې راهیسې د رمادي ښار ځینې برخې له داعش ډلې ونیولې.

داعش دا سیمې د تېر کال په مې میاشت کې نیولې وې.

خو الرمادي ښار د روان کال تر فبرورۍ میاشتې پورې په پوره ډول د حکومتي ځواکونو په واک کې نه و.

د عراق شمال سنجار ته څېرمه، او په الانبار او تکریت په ډله ییزو قبرونو کې د ګڼو کسانو د مړو پاتې شوني وموندل شول.

په وژل شویو کې قبایلي مشران، عراقي پوځیان، ښځې او د ایزیدي لږکي هم وو.

همدارنګه، په سوریه کې هم د دغې ډلې تر واک لاندې سیمو کې ډله ییز قبرونه موندل شوي.

کوبیس زیاتوي: "په سختو ټکو په عراق کې د اسلامي دولت ډلې له خوا د وژلو، تښتولو او ربړولو چارې غندم، چې دا بشري جرمونه او د ډله ییزې وژنې او جنګي جرمونو تر کچې رسېږي".

بشري کړکېچ

"کوبیس زیاتوي، که څه هم د "اسلامي دولت" پرضد پاموړ پرمختګ شوی، خو دغه ډله لاهم "د خپلو تکتیکونو بدلولو او بریدونو تغیرولو ته دوام ورکوي".

نوموړی زیاتوي، یاده ډله یوازې له پوځي لارې نه شي ماتېدلی، بلکې په وینا یې د "سخت دریځۍ د لاملونو د جرړو ایستلو" لپاره باید لاس په کار شي.

د ملګرو ملتونو دغه استازی وايي په عراق کې انسانان "لاهم په ګرده نړۍ کې تر ټولو ناوړه کړکېچ او ناورین کې ژوند کوي، هلته تر ۱۰ میلیون ډېر وګړي – چې د نفوس درېیمه برخه یې جوړوي – نړیوالو مرستو ته اړ دي".

ورته مطالب