اوباما: ټرمپ د سپینې ماڼۍ لپاره وړ کس نه دی

د انځور حقوق Getty
Image caption انډیپینډینډ لیکي چې دا وروسته له هغه چې ښاغلی ټرمپ د جمهوریت غوښتوونکو د احتمالي کاندید په توګه څرګند شوی د ولسمشر اوباما لومړنۍ څرګندونې دي چې د ښاغلي ټرمپ په اړه یې کوي

انډیپینډینډ

په بریتانیا کې چاپیدونکې د "انډیپینډینډ" ورځپاڼې د ولسمشر بارک اوباما وايي اوس د دې وخت دی چې د ډونالډ ټرمپ ګواښ جدي ونیسو تر عنوان لاندې لیکي ولسمشر بارک اوباما ویلي که خبریالان د ډونالډ ټرمپ په اړه څېړنې وکړې نو نوموړی به د سپینې ماڼۍ سمبالولو ته وړ کس ونه بولي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اوباما په سپینې ماڼۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل دا ساعتیري نه ده، بلکې دا یوه جدي دنده او سپینې ماڼۍ ته سیالي ده.

انډیپینډینډ لیکي چې دا وروسته له هغه چې ښاغلی ټرمپ د جمهوریت غوښتوونکو د احتمالي کاندید په توګه څرګند شوی د ولسمشر اوباما لومړنۍ څرګندونې دي چې د ښاغلي ټرمپ په اړه یې کوي او وايي چې دا زموږ لپاره مهمه ده چې د ښاغلي ترمپ هغه خبرې چې په تېر یې کړی دی جدي ونیسو.

ایکسپرېس ټربیون

Image caption د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې ښاغلي شینواري د پاکستاني توکو په نندارتون کې چې په کابل کې پیل شوی ویلي چې دغسې نندارتونونه د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

پاکستان کې چاپېدونکې د "ایکسپرېس ټربیون" ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري له پاکستاني سوداګرو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دا چې دواړه هېوادونه ښې سوداګریزې اړیکې لري په کار ده چې د خپلې سوداګرۍ کچه په کال کې تر پنځو میلیاردو ډالرو لوړه کړي.

د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې ښاغلي شینواري د پاکستاني توکو په نندارتون کې چې په کابل کې پیل شوی ویلي چې دغسې نندارتونونه د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

ایکسپریس ټربیون لیکي چې په کابل کې د پاکستاني توکو نندارتون ډېر سوداګر او کاروبارایان ځان ته جلب کړي دي.

ورځپاڼه د پاکستاني سفیر له خولې لیکي چې دغسې نندارتونونه به د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په برخه کې یو نوی فصل پرانیزي.

ډان

الجزایز پر سخت دریځو اسلامپالو د یوه ګوزار په توګه یو لوی جومات جوړوي تر عنوان لاندې د پاکستان د ډان ورځپاڼه لیکي الجزایري چارواکي وايي داسې یو لوی جومات جوړوي چې د نړۍ په لویو جوماتو کې به شمېرل کېږي او دغلته به د سخت دریځۍ مخه نیسي.

ورځپاڼه لیکي چې د "جامع الجزایر" جومات به د یو میلیون کتابونو کتابتون لري، دیني مدرسه به پکې فعاله وي او د اسلامي هنر او تاریخ یو موزیم به هم لري.

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption دا جومات به ۸۷۴ فوټه لوړ منار ولري چې په نړۍ کې د جوماتونو له منارو به لوړ وي او په شل زره مربع متر ځای کې به د لمونځ کولو ځای وي چې ۱۲۰ زره لمونځ کوونکې به په کې ځایېږي.

دا جومات به ۸۷۴ فوټه لوړ مناره ولري چې په نړۍ کې د جوماتونو له منارو به لوړ وي او په شل زره مربع متر ځای کې به د لمونځ کولو ځای وي چې ۱۲۰ زره لمونځ کوونکي به په کې ځایېږي.

ډان لیکي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې د حکومت او اسلامپالو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې شاخوا دوه سوه زره کسان ووژل شول، له هغه مهال څو لسیزې وروسته هم دغلته وسله ولې ډلې فعاله دي او په وروستیو کلونو کې د ګڼو ویجاړونکو بریدنو مسوولیت القاعدې شبکې منلی دی.

ورځپاڼه د الجزایري چارواکو له خولې لیکي چې ځینو تورن کړی دی چې د سخت دریځو لپاره یو معبد جوړوي، خو برعکس د دې جومات جوړېدل به پر سخت دریځو یو سخت ګوزار وي او چارې به یې تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړې شي.