کیم جونګ اون: یوازې د ګواښ په صورت کې اتومي وسلې کاروم

کیم جونګ اون د انځور حقوق Reuters
Image caption کیم جونګ اون له جنوبي کوریا سره د اړیکو ښه کولو غوښتنه کړې

د شمالي کوریا رسنۍ وايي، ددغه هېواد ولسمشر کیم جونګ اون وايي، تر هغو به اتومي وسلې ونه کاروي، چې هېواد ته یې د خپلواکۍ ګواښ نه وي پېښ شوی.

نوموړي دا څرګندونې د هېواد د کارګر ګوند په یوه 'کمسارې' غونډه کې کړې دي.

همدارنګه راپور ورکړل شوی، چې کیم جونګ اون د ناستې پرمهال وویل، له هغو هېوادونو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په درشل کې دی، چې له پیونګ یانګ سره یې وړاندې په اړیکو کې ترینګلتیاوې رامنځ ته شوې وې.

د شمالي کوریا رسنیو د کیم جونګ اون له خولې دا هم ویلي، چې نوموړي له سوېلي کوریا سره پر خبرو ټینګار کړی او وايي چې باید خبرې تر ډېره مسؤلانه وي.

پر همدې مهال، د هېواد د رسنیو په حواله، کیم جونګ اون وايي هېواد یې له ان پي ټي (د اتومي وسلو د نه کارولو له تړون) سره ژمن دی.

د شمالي کوریا کارګر ګوند په هېواد کې واکمن دی، چې له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې یې یوازې څو ورځې وړاندې خپله ملي ناسته جوړه کړه.

په پیونګ یانګ کې د کي سي ان اي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (مې اتمه، غویی ۱۹مه) د کیم جونګ اون له خولې وویل: ''د اتومي ځواک په توګه شمالي کوریا ژمن دی تر هغو اتومي وسلې ونه کاروي چې د هېواد استقلال ته یې د برید خطر نه وي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کال، له ان پي ټي تړون بهر شوه او له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې اتومي ازموینې پیل کړې.

نوموړی ټینګار کوي له هغو هېوادونو سره د اړیکو پر عادي کولو بوخت دی، چې د کارګر ګوند واکمني او استقلال په رسمیت پېژني؛ ان که په تېر وخت کې یې له پیونګ یانګ سره دښمني هم لرله''.

د کارګر ګوند زرګونو استازو په ټینګ امنیت کې د پیونګ یانګ ناستې ته تللي چې د ګوند د راتلونکو نویو مشرانو د ټاکلو پر سر سره وغږېږي.

د شمالي کوریا د کارګر ګوند وروستۍ ناسته په ۱۹۸۰ کال وه.

شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کال، له ان پي ټي تړون بهر شوه او له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې اتومي ازموینې پیل کړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کارګر ګوند د ناستې خای د کیم جونګ اون د پلار او نیکه په لویو انځورونو او ملي بیرغ ښکلی شوی

له دغو ازموینو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا پر پیونګ یانګ بندیزونه هم مل وو او په تېره مارچ میاشت کې دغه هېواد اعلان وکړ چې هیدروجني بم او فضايي توغندي یې ازمویلي دي.

د شمالي کوریا مشرتابه څو ځلې د جنوبي کوریا او د امریکا پرضد د اتومي بریدونو ګواښونه کړي دي.

ورته مطالب