دوه موندل شوې ټوټې "تقریبا په قطعي ډول" د مالیزیایۍ الوتکې دي

د انځور حقوق AFP

مالیزیایي او استرالیایي چارواکو ویلي، د موریس جزیرې او جنوبي افریقا په ساحلونو کې موندل شوې دوه ټوټې تقریبا په قطعي ډول د ورکې شوې مالیزیایي "اېم اېچ ۳۷۰ الوتنې" الوتکې دي.

دا د الوتکې د معما د حل پر لور وروستي پرمختګونه دي چې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې ورکه شوه.

دغه الوتکه له ۲۳۹ سپرلیو سره د مالیزیا له پلازمېنې کولالامپور نه د چین پیکنک ته روانه وه چې تري تم شوه.

داسې انګېرل کېږي چې الوتکه دې له لارې تر منحرف کېدو وروسته په بحر کې لوېدلې وي.

درېیو بېړیو د هند سمندر په سوېل کې ۱۲۰ زره کیلومتر مربع ساحه ولټوله، خو د الوتکې هېڅ نښه یې ونه مونده.

پنځه موندل شوي ټوټې تایید شوي چې هرو مرو او یا هم په احتمالي ډول د "اېم اېچ ۳۷۰ الوتنې" وي.

د انځور حقوق .

هره برخه یي لټون ساحه کې زرګونه کیلومتره یو له بله لرې موندل شوي او داسې فکر کېږي چې د اوبو څپو دې له ځانه سره وړې وي.

۱- د الوتکې د وزر یوه برخه چې فلاپېرون نومېږي د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې په رېیونین جزیرې کې وموندل شوه او د همغه کال په سپتمبر کې تایید شوه چې د همدې مالیزیایي الوتکې پاتې شوني دي.

۲- د لکۍ یوه برخه (افقي تثبیت کوونکی) یې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې په موزامبیق کې وموندل شوه.

۳- تثبیت کوونکې پېنل برخه یې د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ میاشت کې په موزامبیق کې وموندل شوه.

۴- د رول-رایس انجن پوښوونکې پټې لوګو د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د جنوبي افریقا په ساحل کې وموندل شوه.

۵- د داخلي پېنل دروازې ټوټه د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې په موریس ټاپو کې وموندل شوه.

دغه ټولې موندل شوې ټوټې د استرالیا د ټرانسپورت خونديتوب ادارې او نورو متخصصینو لخوا ارزول شوي.

د انځور حقوق .

دوی پر دغو پاتې شونو د تولید نښې په تېره بیا د بحري ایکولوژۍ نمونې لکه بارنېکلونه ارزولي ترڅو تایید کړي چې آیا دا د ورکې شوې بویینګ ۷۷۷ ډوله الوتکې دي کنه.

د مالیزیا د ترانسپورت وزیر لیو تیونګ لي د پنجشنبې په ورځ وویل، ارزوونکې ډلې تایید کړې ده چې په جنوبي افریقا او موریس ټاپو کې موندل شوې دواړه ټوټې تقریبا په قطعي ډول د "اېم اېچ ۳۷۰ الوتنې" دي.

د استرالیا د ټرانسپورت خونديتوب ادارې هم ویلي چې دواړه برخې تقریبا هرو مرو د 9M-MRO دي چې د الوتکې د راجسټر نمبر دی.

وړاندې تردې هېڅکله ۷۷۷ بویینګ ډوله الوتکې په جنوبي نیمه کره کې نسکورې شوې نه دي او نه هم د کومې برخې د ورکېدو راپور ورکړل شوی.

د سمندر لټون چې استرالیا، مالیزیا او چین پکې ونډه لري، تراوسه یې د سمندر تل ۱۰۵ زره کیلومتر مربع ساحه لټولې چې ډېره برخه یې تردې وړاندې هېڅکله نه وه پلټل شوې.

خو دغه هېوادونه پردې سلا شوي که نوي او باوري معلومات ترلاسه نه کړی شي، نو د روان کال په نیمایي کې به خپل لټون پایته ورسوي.

د انځور حقوق malaysia

ورته مطالب