بنګلدیش د اسلامي جماعت مشر مطیع الرحمن نظامي اعدام کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption دا په وروستیو کلونو کې د اسلامي ډلو څلورم جګپوړی مشر دی چې اعدامېږي.

د بنګلدیش د قانون وزیر ویلي، د 'اسلامي جماعت' ډلې مشر مطیع الرحمن نظامي یې په ۱۹۷۱ کال له پاکستان نه د خپلواکۍ د جګړې پرمهال د جنایتونو له کبله اعدام کړی دی.

ښاغلی نظامي د بنګلدیش د ستر اسلامي ګوند (جماعت اسلامي) مشر و.

پلازمېنه ډاکه کې د نظامي د اعدام پرمهال ټینګ امنیت نیول شوی و، ځکه چې وړاندې هم د ورته اعدامونو پرمهال د تاوتریخوالي پېښې شوې، چې لږترلږه ۲۰۰ کسان پکې وژل شوي.

د تاوتریخوالو په پېښو کې ډېری وژل شوي د اسلامي جماعت پلویان او پولیس وو.

نظامي وروسته تر هغه اعدام شو، چې د ولسمشرۍ له خوا یې د بښل کېدو غوښتنه رد شوه، دا په وروستیو کلونو کې د اسلامي ډلو څلورم جګپوړی مشر دی چې اعدامېږي.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق STRINGER
Image caption له اعدام وړاندې، ښاغلي نظامي له خپلې کورنۍ سره وکتل

د جنګي جرمونو اړوندې محکمې ملاتړو ددغه حکم هرکلی کړی، خو د نظامي پلویانو ویلي، اعدام د سیاسي موخو لپاره ترسره شوی.

دا اعدام بنګلدیش کې د سیکولر فعالانو د وژلو له یوې لړۍ وروسته ترسره شوی، چې تر ډېره یې پړه پر سخت دریځو اسلامپالو اچول شوې ده.

د نظامي مړی به د هېواد شمال او د هغه پلرنۍ سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

پر نظامي د 'ټولوژنې'، تېریو او ربړونې تورونه وو. خو د هغه ویکلان وايي له حقوقي اړخه امکان نه لري چې هغه دې مجرم وګڼل شي.

د انځور حقوق BBC Bangla
Image caption د اعدام پرمهال بنګلدیش کې ټینګ امنیت نیول شوی و

ډاکه کې د نظامي پلویان راغونډ شوي وو او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

کله چې شیخ حسینه د بنګلدیش لومړۍ وزیره شوه، د خپلواکۍ د جګړې په تړاو د جنګي جرمونو ارزولو لپاره یوه محکمه جوړه شوه.

ښاغلی نظام په تېر کې د حکومت وزیر و.

پر نوموړي دا تور هم و، چې ګني د خپلواکۍ پرمهال یې د خپلواکۍ غوښتونکو د پېژندلو او فعالانو په وژلو کې لاس درلود او په اړه به یې د پاکستان پوځ ته معلومات ورکول.

د انځور حقوق AFP

خو د هغه پلویان او د بشري حقونو ځینې ملاتړي وايي، ددغې اسلامي ډلې د مشرانو اعدام 'سیاسي انګیزه' لري.

ورته مطالب