ازبکستان کې ښوونکو ته د معاش بدل کې چرګوړي ورکول کېږي

د انځور حقوق
Image caption یوه سرچینه وايي، د هر چرګوړي لپاره بیه ۷۰۰۰ دوه نیمه ډالره ټاکله شوې

رپوټونو کې ویل شوي د ازبکستان یوه ښار کې د ښوونځي ښوونکو ته د معاش بدل کې چرګوړي ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې قراقالپاقستان خپلواک جمهوریت په نکوس سیمې کې چارواکي له دې کبله ښوونکو ته د معاش نغدو پېسو پر ځای چرګوړي ورکوي، چې وايي د هېواد په بانکونو کې نغدې پېسې نه شته.

یوه ښوونکي د امریکا له مالي مرستې برخمنې رادیو 'اوزودلیک'سره خبرو کې دغه چاره ( له شرمه ډکه ) بللې.

ښوونکی وايي' دوی پروسږ کال موږ ته د نغد معاش پر ځای پټاټې، کدوان او ګازرې راکړې او سږ کال راته وايي، چې باید تازه پیدا شوي چرګوړي واخلو. که موږ رښتیا چرګوړو ته اړتيا وای، موږ به له بازاره په ډېره ارزانه بیه پیرلي وای.'

یوه بله سرچینه وايي، د هر چرګوړي لپاره بیه ۷۰۰۰ سومز یا دوه نیم ډالره ټاکله شوې، چې وايي دا په بازار کې د چرګوړو اوسنۍ بیې پرتله دوه برابره ده.

ازبکستان حکومت په کلکه ځايي رسنۍ کنترولوي او هغه ځايي اوسیدونکي چې له بهرنیو رسنیو سره خبرې کوي په دې شرط خبرو ته چمتو کېږي، چې نوم به یې پټ ساتل کېږي.

ازبکستان کې د نغدو پېسو لږ والي له کلبه څو ځله معاشونه او د تقاعد پېسې ځنډیدلې.

همدا راونه اونۍ په پلازمېنه تاشکند کې حکومتي مامورینو احتجاج وکړ، چې وايي له دوو میاشتو راهیسې په بانکونو کې د پېسو نشتوالي له کبله معاشونه نه دي ورکړل شوي.

په دې اړه د ازبکستان اوسیدونکو خلکو بېلابېل غبرگونونه ښودلي دي.

مثلاً د یوه په خبره "دا له شرمه ډک واقعیتونه دي"، خو بل بیا وايي د هېواد نورو برخو کې حالت بل ډول دی، خو یو بیا ټوکه کوي او وايي'دې کې نو څه بده ده، په سباناري کې د چرګ شورا لرئ، غرمنۍ ته سور کړی چرګ لرئ او ماښامنۍ ته به هم یو چرګ ولرئ معانا دا چې ښه ډېر ویټامنونه لرئ".