د برازیل موقت ولسمشر د خپلو خلکو د باور غوښتونکی شو

د انځور حقوق Getty

د برازیل ولسمشرې دیلما روسېف استیضاح ته ددې هېواد د سنا مجلس تر رایې وروسته چې له واکه د هغې د موقتي لرې کېدو لامل شوه، موقت ولسمشر خپلو خلکو ته وینا کړې ده.

د برازیل موقت ولسمشر میشل تیمر وویل، "پر ما باور وکړئ. ... زموږ د خلکو پر ارزښتونو او اقتصادي ښه والي لپاره زموږ پر توان بور ولرئ."

هغه داسې کابینه ټاکلې ده چې د برازیل کسب او کار برخې سره همکارۍ ته لېواله ګڼل کېږي. دا کابینه او په ځانګړې توګه د مرکزي بانک پخوانی رییس انریکه میرلس، خلکو ته محبوب شخصیت بلل کېږي. ښاغلی میرلس د مالیې وزیر ټاکل شوی.

مېرمن روسېف وړاندې ښاغلي میشل تیمر "د ځان پرضد کودتا کې په دخالت" تورن کړی دی.

۷۵ کلن تمر چې لبناني الاصله برازیلی دی، حد اکثر د ۱۸۰ ورځو لپاره به ولسمشر وي.

هغه وویل: "برازیل ته د آرامتیا او یووالي بېرته راګرځول، لومړیتوب لري. موږ باید داسې دولت جوړ کړو چې هېواد ته نجات ورکړو."

د انځور حقوق Reuters

ښاغلي تیمر زیاته کړه چې"د اقتصاد غوړول" به دده اصلي دنده وي. "اړتیا ده چې د هېواد اعتماد د هېواد دننه او بهر اعاده شي ترڅو د پانګولو په جذبولو کې مرسته وکړي او اقتصاد بیا وده وکړي."

هغه همداراز وویل، برازیل لا هم یو بېوزلی هېواد دی او به نه یواځې له ټولنیزو پروګرامونو ساتنه وکړي، بلکې پراختیا به ورکوي. هغه وویل، "راځي چې بیا د بحران په اړه خبرې ونه کړو او په بدل کې یې پر کار بوخت شوو."

هغه وویل، د پتروبراس د نفتو ملي شرکت کې د فساد په اړه له پراخو څېړنو ملاتړ کوي. د ډېرو سیاستوالو او حکومتي چارواکو نومونه له هغې رسوایۍ کې لیدل کېږي.

وړاندې د برازیل ولسمشرې دیلما روسېف د ځان د استیضاح طرحه "کودتا" او "ملنډې" وبللې او ویې ویل چې هېڅ جرم یې نه دی ترسره کړی.

مېرمن روسېف د برازیل سنا مجلس تر رایې وروسته په خپلو ټلویزیوني خبرو کې ژمنه کړې وه چې په هره ممکنه توګه به له "بېعدالتۍ" سره مقابله وکړي.

د برازیل سنا له دوه پړاوه خبرو اترو وروسته له مالي قوانینو د سرغړونې په تور د ولسمشرې د لرې کېدو او محاکمې طرحه تصویب کړه.

مېرمن روسېف تورن شوې ده چې د دولت د بودیجې کسر پټولو لپاره یې په حسابونو کې لاسوهنه کړې ده. د برازیل د ځنډول شوې ولسمشرې محاکمه کېدای شي تر ۱۸۰ ورځو وخت ونیسي او ددې مودې ترپایه ښاغلی تمیر ددې هېواد مشري کوي.

میشل تیمر د دیموکراتیک خوځښت غړی دی چې د دیلما روسېف د ایتلافي حکومت له ګوندونو و، خو دا ګوند د سیاسي بحرانونو د رامنځته کېدو له امله له ایتلافه ووته.

دیلما روسېف په خپلو نننیو خبرو کې وویل، ښایي تېروتنې یې کړې وي، خو هېڅ جرم یې نه دی کړی او د بودجې او مالي قوانین یې تر پښو لاندې کړې نه دي.

مېرمن روسیف وویل، د ولسمشرې په توګه د هغې د دندې ځنډول کېدو سره د د برازیل اساسي قانون او د خلکو اراده په خطر کې ده.

ورته مطالب