د لبنان حزب الله ډلې یو جګپوړی قومندان بدرالدین سوریه کې وژل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لبنان حزب الله ډلې د بدرالدین وژل تایید کړي دي.

د لبنان د حزب الله ډلې یو جګپوړی قومندان په سوریه کې د اسراییلو په هوایي برید کې وژل شوی دی.

د حزب الله اړوند المنار ټلویزیون د جمعې په ورځ (ثور/ غویي ۲۴مه) راپور ورکړ چې مصطفی بدرالدین د حزب الله پوځي څانګې جګپوړی قومندان سوریې کې وژل شوی دی.

د حزب الله په بیانیه کې چې د المنار له شبکې خپره شوې راغلي، مصطفی بدرالدین څو میاشتې وړاندې ویلي و چې "له سوریې بېرته نه راګرځم، خو د داسې شهید په څېر به راوګرځم چې د بریا بیرغ لېږدوي." په دې بیانیه کې زیاته شوې چې "هغه نن لبنان ته د شهید په توګه بېرته راګرځي."

په دې وینا کې د بدرالدین د وژل کېدو په اړه جزییات نشته، خو د لبنان المیادین ټلویزیوني شبکې وړاندې راپور ورکړی و چې اسراییلي الوتکو د دمشق هوایي ډګر ته څېرمه د حزب الله ددې غړي پر هستوګنځي برید وکړ او په دې عملیاتو کې د هغه ځینې ملګري هم وژل شوي دي. اسراییلو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

سوریه کې د کورنۍ جګړې سختېدو او جګړه کې د لبنان حزب الله ډلې له ګډون راهیسې اسراییلو څو ځلې د له لبنان نه سوریې ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو پر لېږدوونکو کاروانونو برید کړی دی.

حزب الله په رسمي ډول تایید کړې چې د بشار الاسد حکومت د ملاتړ لپاره یې هلته پوځيان استولي او تراوسه یې یو شمېر اورپکي په سوریه کې وژل شوي دي.

ایران هم له سوریې سره پوځي همکاري لري او یو شمېر ایراني پوځیان په هغه هېواد کې وژل شوي دي. د ایران دولت په رسمي ډول سوریې ته د پوځي سلاکارانو لېږل تایید کړي دي.

مصطفی بدرالدین په ۱۹۶۰ میلادي کال کې زېږېدلی او ځېنو سرچینو هغه د حزب الله عمومي قومندان معرفي کړی دی. د ایران ایرنا خبري اژانس ویلي چې بدرالدین په حزب الله کې ځانګړی موقف او مخینه لرله او له هغه یې همداراز د عماد مغنیه د ځایناستي په توګه یادونه کړې ده.

عماد مغنیه د حزب الله له جګپوړو قومندانانو وو چې په ۲۰۰۸ کال کې په سوریه کې ووژل شو او د ایران رسنیو د هغه د وژلو تور د اسراییلو پر استخباراتو ورپورې کړ، خو اسراییلو د هغه په ترور کې لاس لرل نه دي منلی. ځېنو نورو لبناني سرچینو د مغنیه د وژل کېدو لامل کورني اختلافات یاد کړي او د سوریې امنیتي بنسټونه یې د هغه په وژلو تورن کړي دي.

مصطفی بدرالدین د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې په کویت کې د امریکا پر سفارت د بمي برید او د هغه هېواد د امیر د ترور د توطیې په تور د یوې مودې لپاره زنداني شو، خو د عراق لخوا د کویت اشغالېدو سره لبنان ته ستون شو او له حزب الله سره یې همکاري پیل کړه.

د ملګرو ملتونو ځانګړي قضایي پلاوي د لبنان د پخواني لومړي وزیر رفیق حریري د ترور څېړنې لپاره د هغه د محاکمې حکم صادر کړی، خو دا حکم هېڅکله نه دی عملي شوی.

رفیق حریري چې په لبنان کې د سوریې له پوځي حضور او د لبنان په چارو کې د سوریې له دخالت سره مخالف و، په ۲۰۰۵ کال کې په بیروت کې په یوې زورورې چاودنې کې ووژل شو.

په ۲۰۱۲ کال کې متحده ایالتونو بدرالدین له سوریې نه د فعالانه ملاتړ او د هغې هېواد د خلکو په ځپلو او وژلو کې د ګډون په تور تحریم کړ.

ورته مطالب