بنګلدیش کې 'تندریزې برېښنا' ۵۰ کسان وژلي

د انځور حقوق SPL
Image caption له موسمي بارانونو وړاندې او بارانونو پرمهال (له جون میاشتې تر سپتمبر پورې) تر ډېره بنګلدیش کې تالندې، بارانونه او تندریزې برېښناوې کېږي.

د بنګلدیش پولیسو ویلي، په دې هېواد کې د تندریزې برېښنا څپو په تېرو دوو ورځو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي دي.

ډېری وژل هغه بزګران دي، چې په کروندو کې پر کار بوخت وو.

بنګلدیش تر ډېره د تندریزې پرېښنا قرباني شوی، خو سږ کال ددغه طبیعي پېښې مرګ ژوبله ډېره وه.

د چارو شنونکي وايي، په طبیعي پېښو کې عموماً د هوا د تودوخې ډېرېدل او د ځنګلونو له منځه وړل اصلي فکټورونه دي.

په وژل شویو کې دوه زده کوونکي ماشومان دي، چې پلازمېنه ډاکه کې یې د فوټبال لوبه کوله.

د امریکا غږ په یوه راپور کې ویل شوي، له تېرې مارچ میاشتې راهیسې بنګلدیش کې د تندریزې برېښنا له کبله نژدې ۹۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېره د تېر کال په همدې موده کې ۵۱ کسه وه.

د بنګلدیش د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر محمد ریاض احمد امریکا غږ ته ویلي، نوموړي د مړو په ډېرېدو "ټکان خوړلی" دی.

دی وايي، د روانې میاشتې په وروستیو کې د تندر لوېدو خبرداری ورکړل شوی و.

له موسمي بارانونو وړاندې او بارانونو پرمهال (له جون میاشتې تر سپتمبر پورې) تر ډېره بنګلدیش کې تالندې، بارانونه او تندریزې برېښناوې کېږي.

ورته مطالب