د ټرمپ پخواني خدمتګار د اوباما اعدامېدل غوښتي

د انځور حقوق Facebook
Image caption د ویلو ده چې سنیګال څه باندې ۳۰ کاله د ټرمپ شخصي خدمتګار پاتې شوی دی.

د امریکا د مهمو سیاسي شخصیتونو د ساتنې ځانګړې ډلې د هغې ادعا په اړه څېړنه پیل کړې، چې ګني ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ پخواني شخصي خدمتګار د ولسمشر بارک اوباما لپاره اعدام غوښتی دی.

ویل کېږي انتوني سنیګال پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې ''د امریکا پوځ باید اوباما د هغه د ولسمشرۍ پرمهال په ډزو وژلی او اعدام کړی وای، ځکه چې هغه د یوه دښمن لوري جاسوس دی''.

د ویلو ده چې سنیګال څه باندې ۳۰ کاله د ټرمپ شخصي خدمتګار پاتې شوی دی.

خو د ټرمپ ټاکنیز کمپاین چلوونکو ویلي، د دغه خدمتګار څرګندونې پر ټرمپ پورې کوم تړاو نه لري، د ټاکنیز کمپاین ویاندې هاپ هیکس ویلي، سنیګال ''د ۲۰۰۹ کال له جولای میاشتې راهیسې د ټرمپ خدمتګار نه دی، موږ یې څرګندونې غندو''.

د ''موزر جونس'' په نامه یوې وېبپاڼې د سنیګال له فیسبوک نه دا څرګندونې راخیستې او بیا یې خپرې کړې دي، خو دغه پخواني خدمتګار ځینو رسنیو ته خپلې څرګندونې تایید کړې دي.

۸۴ کلن سنیګال سي اېن اېن خبري آژانس ته د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، ولسمشر بارک اوباما باید د سپینې ماڼۍ په مخ کې اعدام شي، نوموړي د امریکا د ولسمشر دفتر د ''سپین جومات'' په نامه هم یاد کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره مارچ میاشت کې یو خبر خپور کړ، که څه هم سنیګال اوس د ټرمپ خدمتګار نه دی، خو د فلوریډا ایالت مار الاګو سیمه کې د ټرامپ په یوه لویه ماڼۍ کې لاهم تر ''ناټاکل شوې مودې پورې'' اوسېږي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي وو، دغه مخکینی خدمتګار ''د ټرمپ د خوب د څرنګوالي او د هغه د خوښې غوښو برابرولو کې لاهم رول لوبوي، که څه هم په ماڼۍ کې سلماني شته، خو دی ټینګار کوي چې د ټرمپ وېښتان پخپله سمبال کړي''.

ورته مطالب