انډیپینډینټ: امریکایی د حجاب لرې کولو په تور مجرم پېژندل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption انډیپینډینډ لیکي چې جیل پیني به اوس یو کال په بند کې تېروي او سل زره امریکايي ډالر به جرمانه ورکوي.

انډیپینډینټ

یو سړی په الوتکه کې د یوې ښځې د حجاب کشولو او لري کولو له امله مجرم وپیژندل شو تر سرلیک لاندې په بریتانیا کې چاپیدونکې د انډیپینډینټ ورځپاڼه لیکي جیل پیني ویلي ده فکر کاوه چې په امریکا کې د الوتنې پرمهال مسلمانه ښځه چې نوم یې کې آی یاد شوی باید حجاب وانغوندي او فکر یې کړی و چې دی باید یو څه وکړي.

ورځپاڼه لیکي کله چې د شیکاګو له هوايي ډګر نه نیو میکسیکو ته مساپر وړونکې الوتکه روانه شوه جیل پیني د مسلمانې ښځې خوا ته ورغی د هغې حجاب یې ترې کش کړ، سر یې ورته لوڅ کړ او ورته یې وویل (حجاب دې لری کړه دا امریکا ده.)

ورځپاڼه لیکي محکمې ۳۷ جیل پیني چې د شمالي کورلینا دی په دې خاطر مجرم پیژندلی چې د مسلمانې ښځې له سر نه یې په زور حجاب لرې کړی او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

ورځپاڼه لیکي د امریکا د عدلیې وزارت د مدنې حقونو څانګې په یوې اعلامیې کې ویلي په امریکا کې اوسیدونکي د ټولو مذهبونو پیروان مذهبي آزادي لري او کولای شي چې په سوله ییزتوګه له خپلو عقایدو سره سم عبادت وکړي او جامي واغوندي.

انډیپینډینټ لیکي چې جیل پیني به اوس یو کال په بند کې تېروي او سل زره امریکايي ډالر به جرمانه ورکوي. خو ورځپاڼه دا هم لیکي چې په سن برناډینو کې له برید وروسته په امریکا کې د مسلمانانو پرضد کرکجنې کړنې ډېرې شوي چې اتیا سلنه قربانیان یې مسلمانې ښځې دي.

نیویارک ټایمز

Image caption نیویارک ټایمز د حلقوي سړک په اړه لیکي چې دا ۲۰۰۰ میله اوږد سړک د نړیوالو په مرسته د ۳ ملیاردو ډالرو په لګښت جوړ شوی خو له یوې لسیزې کار وروسته هم په بشپړ ډول نه دي جوړ شوی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې د سیمه ییزو افغان چارواکو له خولې لیکي له تېرو دریو ورځو راهیسې طالبانو هغه لویه لار بنده کړې چې کابل له شمالي ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي.

ورځپاڼه لیکي سیمه ییز چارواکي وايي طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په بغلان کې پر حلقوي سړک د پولیسو پر ځواکونو برید وکړ، جګړې د شنبې تر ورځې پورې دوام درلود او داسې بریښي چې لا پسې اوږده شي له همدې امله له مزار شریف ا و اتو شمالي ولایتونو سره اړیکې پرې شوې دي.

نیویارک ټایمز د حلقوي سړک په اړه لیکي چې دا ۲۰۰۰ میله اوږد سړک د نړیوالو په مرسته د ۳ ملیاردو ډالرو په لګښت جوړ شوی خو له یوې لسیزې کار وروسته هم په بشپړ ډول نه دي جوړ شوی.

ورځپاڼه لیکي چې په ځینو برخو کې یې هېڅ کار نه دی شوی او ځینې برخې یې د وسله والو په کنترول کې دي ځکه نو یوازې پوځي کاروانونه کولای شي له دغو سیمو تېر شي.

ډان

امریکا وايي له له ځانګړو اقداماتو پرته له پاکستان سره پوځي مرسته نه کوو تر عنوان لاندې په پاکستان کې چاپیدونکې د ډان ورځپاڼه لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د امریکا د کانګرس مهم غړي چمتو نه دي چې له ځانګړو اقداماتو پرته له پاکستان سره پوځي مرسته وشي او د ولسمشر اوباما اداره باید د هغوی پریکړه ومني.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې الزیبت ټروډو یوې خبرې غونډې ته ویلي چې د امریکا حکومت غواړي چې پاکستان د حقاني شبکې پرضد اقدام وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې آغلې ټروډو ویلي چې امریکا د حقاني شبکې د فعالیتونو په اړه خپل نظریات له پاکستان سره شریک کړې او اسلام آباد په دې پوهېږي چې څه باید وکړي خو پاکستان څرګنده کړې چې د حقاني شبکې پرضد به اقدام ونه کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ورځپاڼه لیکي چې آغلې ټروډو ویلي چې امریکا د حقاني شبکې د فعالیتونو په اړه خپل نظریات له پاکستان سره شریک کړې او اسلام آباد په دې پوهېږي چې څه باید وکړي خو پاکستان څرګنده کړې چې د حقاني شبکې پرضد به اقدام ونه کړي.

ډان لیکي دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا د کانګرس یوې جرګګۍ د هغه اقدام ملاتړ وکړ چې د حقاني شبکې پرضد د اقدام نه کولو له امله له پاکستان سره د ۴۵۰ ملیونو ډالرو مرستې مخه نیول شوې ده.