سک پوځي د امریکا پوځ کې د پګړۍ پرسرولو قضیه وګټله

کپټان سمیراتپال سینګ
Image caption کپټان سمیراتپال سینګ په افغانستان کې د دندې ترسره کولو له امله د برونزو ستوری هم ګټلی دی.

د امریکا په پوځ کې یوه سک ته د پګړۍ په سرکولو حق ورکړل شو.

یو سک چې د امریکا د متحده ایالتونو په پوځ کې د شاملېدو پر مهال پرې د لومړنیو شرطونو په توګه ویښتان خرییل شوي او لونګۍ پرې لرې شوې وه، اوس حق ور کړل شوی چې ويښتان غټوای او لونګۍ په سر کوای شي.

کپټان سمیراتپال سینګ په افغانستان کې د دندې ترسره کولو له امله د ۲۰۱۵ کال مې میاشت کې د برونزو ستوری هم ګټلی دی.

خو د هغه پر وړاندې په ۱۹۸۰ کال د پخواني ولسمشر ریګن د واکمنۍ پرمهال تصویب شوې هغه قانوني ننګونه پرته وه چې له مخې یې باید ټول پوځیان یو ډول یونیفورم واغوندي.

کپتان سمیراتپال سینګ ته د روان کال په مارچ میاشت کې د مذهبي مراسمو ترسره کولو اجازه ورکړل شوه، چې د پګړۍ پرسرکول او د ږیرې پرېښودل هم پکې شامل شول.

په ۲۰۰۶ کال، کپتان سمیراتپال د امریکا پوځي اکاډيمۍ کې شامل شو، خو د پوځي قانون له مخې د خپلو وېښتانو کمولو او لونګۍ لیرې کولو ته اړ شو.

نوموړي په افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده، او هلته یې د سړک غاړې ماینونو شنډولو کې فعالیت درلود.

د شمېرو له مخې، په لومړۍ نړیواله جګړه کې ۸۳۰۰۰ سکان وژل شوي او نژدې ۱۰۹۰۰۰ نور سخت ټپیان شوي دي.

ورته مطالب