ایران د هر اولاد په بدل کې ۳ میاشتې اجباري عسکري کموي

د انځور حقوق khamenai.ir

د ایران د وسله والو ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د هر یوه اولاد درلودلو په بدل کې به له اجباري عسکرۍ درې میاشتې کم کړای شي.

د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز دفتر د بشري منابعو ځایناستي موسی کمالي ویلي، دا بدلونونه د متاهلو سرتېرو لپاره د لوی درستیز دفتر په وړاندیز او د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه د ایران د رهبرۍ په موافقه عملي کېږي.

دا قانون د روان کال له جوزا/ غبرګولي میاشتې عملي کېږي.

د نفوسو زیاتوالي ته تشویقول د ایران دولت نوې پالیسي ده.

د اجباري عسکرۍ درې میاشتنۍ کموالي نه اوسني سرتېري او غایب سرتېري هم ګټه پورته کولی شي، یعنې هغه چې تراوسه یې باید ځانونه اجباري عسکرۍ ته معرفي کړي وای، خو تراوسه یې دا کار نه دی کړی.

د هر یوه اولاد په بدل کې د عسکرۍ مودې کمېدو سربېره، متاهلو سرتېرو ته ځینې نور امتیازونه هم ورزیات شوي، لکه په کال له ۲۲ ورځو ۳۰ ورځو ته د رخصتۍ زیاتېدل.

د انځور حقوق aja.ir

همداراز متاهل سرتېري په هغه ښار کې مېشت کېږي چې مېرمنې یې اوسي او په اونۍ کې درې ورځې تر کار وروسته کور ته تللی شي.

اوسمهال د عسکرۍ موده ۲۱ میاشتې ده.

ښاغلي کمالي ویلي، دا بدلونونه د "ځوان ورځې" په مناسب رامنځته کېږي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای څو ورځې وړاندې ویلي و، پر هغو کسانو دې "لعنت" وي چې د واده له سنت سره مقابله کوي. هغه له دې چې ځېنې "فرهنګي شبکې" واده نه کول دودوي خواشیني ښوولې وه او ویلي و چې "باید له دوی سره مقابله وشي."

ښاغلي خامنه ای د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په وار وار د ایران د نفوسو پر زیاتوالي ټینګار کړی او د ایران له تېرو حکومتونو یې د نفوسو د کنټرول په تړاو کلکه نیوکه کړې ده.

د ایران مذهبي مشر په دې برخه کې له ځانه هم نیوکه کړېو وه او ویلي و چې "یو له تېروتنو چې ما خپله کړې دا وه چې د نسل تحدید باید له ۷۰ مې لسیزې له نیمایي وروسته پایته رسېدلی وای. د هېواد چارواکو په دې تړاو تېروتنه وکړه او زه خپله هم پکې برخه لرم. له دې دې خدای او تاریخ راته بخښنه وکړي."

ورته مطالب