متحده ایالتونه لیبیا حکومت ته د وسلو ورکولو ملاتړ کوي

د انځور حقوق
Image caption د کېري په وینا اسلامي دولت نومي ډله لیبیا ته یو 'نوی ګواښ 'دی

د امریکا متحدو ایالتونو او یو شمېر نورو ځواکمنو هېوادونو ویلي، غواړي له اسلامي دولت نومي ډلې سره د مبارزې لپاره لیبیا کې د ملي وحدت حکومت سره، چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي د وسلو مرسته وکړي.

ویانا کې د خبرو پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي نړیوال ځواکمن هېوادونه غواړي لیبیا سره مرسته وکړي، له هغو بندیزونو معافیت ومومي، چې د وسلو تر لاسه کولو لړ کې پرې لګیدلي دي.

د نوموړي په وینا اسلامي دولت نومي ډله لیبیا ته یو 'نوی ګواښ 'دی او وايي دا ' اړینه 'ده، چې باید مخه یې ونیوله شي.

تېره میاشت لیبیا حکومت خبرداری ورکړ چې که ژر یې مخه و نه نیوله شي، ښايي دغه ډله د هېواد ډېرې برخې ونیسي.

د ښاغلي کېري په وینا لیبیا کې د ملي وحدت حکومت یوازینی اداره ده، چې د خپل هېواد یو موټي والی تضمینوي او وايي باید ټولې ادارې هغې واکمنۍ لاندې وي، چې استازیتوب کوي.

د ۲۰۱۱ کال اکتوبر کې د ناټو په ملاتړ ځواکونو د معمر القذافي حکومت نسکور کړ، چې پر دغه هېواد له اوږدې مودې راهیسې واکمن و او له هغه راهیسې د شمالي افریقا دغه هېواد له کړکیچونو سره مخامخ دی.

تر دا نژدې وروستیو پورې دغه هېواد کې دوه متوازي حکومتونه وو، چې د واک لپاره یې جګړه کوله او اوس هم پکې سلګونه ملېشې فعالې دي، چې یو شمېر یې اسلامي دولت نومي ډلې ته وفادارې دي.

لویدیځوال هیله مند دي ملي وحدت حکومت به سرت سیمه کې د داعش مخه ونیسي، چې د قذافي د پلارګنۍ سیمه ده او دغې ډلې پکې د پښې ځای موندلی.

یادې ډلې په هېواد کې د تیلو پر زیرمتونونو ځانمرګی او بمي بریدونه کړي.

.