د بريتانيا په سياست کې د مسلمانانو دريځ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانیا ته د مسلمانانو لومړنۍ ډلې شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې لار ومونده چې ډېری یې هندي ماڼوګان وو او د ختیځ هند کمپنۍ پر دندې ګومارلي وو.

خو نن مسلمانان د بريتانیا د وګړو ۵ سلنه جوړوي، او اسلام د بريتانیا د ټولنې منل شوې برخه ده.

مسلمانانو ددې ټولنې په هر ډگر کې ځانته ځانگړى ځاى جوړ کړى او په دې لړ کې يې په سياست کې دريځ د پام وړ دى.

په دې وروستیوکې د لندن د ښاروال په توګه د يوۀ مسلمان ټاکل کېدل د پام وړ يوه پرمختیا وه چې د نړيوالو خبرونو سرټکي يې جوړ کړل.

د انځور حقوق Getty
Image caption د لندن ښاروال صادق امان خان د خپل بري په وينا کې وويل چې "څو کاله وړاندې يې آن دا فکر هم نه شواى کولاى.

د لندن ښاروال صادق امان خان د خپل بري په وينا کې وويل چې "څو کاله وړاندې يې آن دا فکر هم نه شواى کولاى. زه ښاروالۍ پورې اړوندې يوې ودانۍ کې لوى شوى يم چې له دې ځايه څو ميله لېرې ده. هغه مهال ما دا خوب هم نه ليدۀ چې يوه ورځ به زه د لندن ښاروال ټاکل کېږم".

د لندن د نژدې نهه میلیون وگړو ښاروال په توګه د یوهٔ مسلمان ټاکل کېدل د پام وړ دي، او د بريتانیایۍ ټولنې د زغم په تړاو ډېر څه وایي، خو دا د بریتانیا د سیاست لوړو پوړو ته رسېدونکی لومړی مسلمان نه دی. د بریتانیا د مشرانو د جرګې غړی لارد نظیر احمد وایي اوسمهال د بریتانیا پارلمان ديارلس مسلمان غړي لري چې اته يې مېرمنې دي..

د انځور حقوق Reuters
Image caption مسلمانانو ددې ټولنې په هر ډگر کې ځانته ځانگړى ځاى جوړ کړى او په دې لړ کې يې په سياست کې دريځ د پام وړ دى.
Image caption مسلمانان او سياسي سفر د سياست دغو لوړو پوړو ته د نورو لږکيو په څېر د مسلمانانو رسېدل هم له لوړو او ژورو ډک سفر و.

"مسلمانان د يوې ټولنې په توگه له څو کلونو راهيسې ډېر فعال دي. په تېره لسيزه کې ٣٠٠ يا ٤٠٠ مسلمانان د سيمه ييزو شوراگانو غړي ټاکل شوي، ډېر شمېر نورو پارلمان ته لار موندلې. دا ډېره هڅوونکې ده چې موږ د مسلمانې ټولنې غړي په کابينه کې هم ليدلي، او اوس د ښاروال په توگه د صادق خان ټاکنه. نو يو شمېر داسې بيلگه ييز کسان شته چې د بريتانيا په سياسي نظام کې يې ډېرې لاسته روړنې لرلي."

د مسلمانانو رايه

د مسلمانانو رايه اوس لگيا ده د بريتانيا په سياست کې ځاى ته ځانگړى دريځ غوره کوي او د داسې يوې سرچينې په توگه بلل کېږي چې لا نه دى سپړل شوې. د بريتانيا د وگړو ډېر شمېر عمر خوړلي دي خو برعکس د مسلمانې ټولنې ٤٨ سلنه له ٢٤ کلونو ټيټ عمر لري او د هنري جکسن په نامه څېړنيزه ټولنه وايي اوسمهال د مسلمانانو رايه د پارلمان د ٢٥ سلنه چوکيو پر برخليک اغېز پرې ايستى شي.

په بريتانيا کې د کارگر گوند فعاله او د ښاروالۍ د شوراگانو پخوانۍ ټاکنيزه نومانده پيمانه اسد وايي، په سياست کې د مسلمانانو فعاله ونده د دوى په وړاندې نظر مثبت لور ته اړولى.

"بريتانیايي فرهنگ يې بدل کړى. اوس د مسلمانانو د غوښتنو او احساس په اړه پوهاوى ډېر شوى."

مسلمانان او سياسي سفر د سياست دغو لوړو پوړو ته د نورو لږکيو په څېر د مسلمانانو رسېدل هم له لوړو او ژورو ډک سفر و.

د انځور حقوق Getty

د بریتانیا سیاسي ډګر ته د اسلام ورپېژندونکی لومړنی سیاستوال د بریتانیا د مشرانو د جرګې غړی لارد بايرن هېدلي و چې په برتانيا کې د اسلام پر پگړۍ د غنمو ټومبل شوى وږى هم بلل کېږي. لارد بايرن هېدلي د برتانيا د اشرافي نظام يو لوړ پوړى غړى و، چې په ١٩١٣ م کال کې يې اسلام ومانه. د لندن په هالووې پوهنتون کې د اسلامي تاريخ استاد همايون انصاري وايي، لارد هېدلي له اسلامه د بهرنۍ پديدې انځور لېرې کړ:

"باېرن هېدلي د مشرانو د جرگې يو آېرلندى غړى و. نوموړى انجینير و، ډېره موده يې په هند کې تېره کړې وه او هم هلته اسلام سره آشنا شوى و. لارد هېدلي به داسې غوندې جوړولې چې په کې د کلتوري مالوماتو راکړه ورکړه کېده.

د برتانيا د هغه مهال د لوړ پوړ وگړو له طريقو سره سم د اسلام څېرې ورپېژندلو سره لارد هېدلي په دې وتوانېد چې اسلام نه د بهرنۍ پديدې انځور لېرې او انگرېزانو ته وښيي چې دغه دين د هغوى له ټولنې سره سمون لري. دوى له دغه راز نوښتونو کار واخيست چې اسلام نن د دغې ټولنې يوه برخه ده."

د انځور حقوق .
د انځور حقوق PA

د لارد هېدلي فعاليتونو د بريتانيايۍ ټولنې لوړو پوړونو ته د اسلام په ورپېژندلو کې ډېره مرسته وکړه،

خو د دغه هېواد د مشرانو جرگې غړى لارډ نظير احمد وايي بريتانيا ته راغلو مسلمانو کډوالو ډېر زيارونه وگالل او باالاخره اوس د دوى بچيان په ټولنه کې ومنل شول او هغه ځاى ځايگى ورته ورکړ شو چې دوى يې مستحق دي:

"له دويمې نړېوالې جگړې وروسته بريتانيا د کار ارزان بيه ځواک ته اړتيا لرله. د دغه هېواد د بيارغونې په هره برخه کې هر ورځ گڼو ساعتونو کار ته اړتيا وه. زما پلار پرته له دې چې د کار حقونه يې خوندي وي او يا د روغتيا او خونديتوب لپاره يې اړين تدبيرونه نيول شوي وي، هر ورځ يې ډېر شمېر ساعتونه کا کاوۀ.

Image caption د کابينې د غړي ساجد جاويد او د بهرنيو چارو پخوانۍ مرستياله او د محافظه کار گوند منشۍ سعيده وارثي پلرونه هم بس چلوونکي وو.

د ښاروال صادق خان پلار بس چلاوۀ، د کابينې د غړي ساجد جاويد او د بهرنيو چارو پخوانۍ مرستياله او د محافظه کار گوند منشۍ سعيده وارثي پلرونه هم بس چلوونکي و. اوس په دې ټولنه کې د دوى بچيان منل شوي دي."

مسلمانان او اوسمهالې ننگونې

خو ننگونې تر يوۀ بريده اوس هم پر ځاى دي. فهيم وردگ چې د لندن د ښاروال صادق خان ټاکنيز کمپاين غړى و وايي، په اروپا کې وروستيو پېښو د مسلمانانو په وړاندې نوې ننگونې ودرولې دي:

د انځور حقوق Getty

"وروستيو پېښو يو ډول د اندېښنې وړ انځور رامنځته کړى، سره له دې چې دوى هڅه کوي دا انځور افراطيت سره وتړل شي نه مسلمانانو سره."

سره له دغو ننگونو د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د بريتانيا په سياسي نظام کې د مسلمانانو د استازيتوب کچې د ډېرېدا شونتيا زياته ده، او تر ټولو مهمه دا چې د دغه هېواد سياسي نظام ته د نورو ټولنو د راماتولو او د لږکيو د استازيتوب د کچې ډېرولو ليوالتيا ډېر تر سترگو کېږي.

ورته مطالب