د ترکیې پارلمان د وکیلانو خوندیتوب لغوه کولو لایحه ارزوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تمه کېږي چې د پارلمان ځینو غړو د قضایي خوندیتوب سلبولو لایحه د روانې جمعې په ورځ پارلمان کې رایو ته وړاندې شي.

د ترکیې پارلمان په ناسته کې په داسې حال کې د ځینو وکیلانو د قضایي خوندیتوب سلبولو لایحې ارزونه پیل شوې چې د ترکیې کردانو ته نژدې ګوند ددې لایحې هدف له پارلمان نه ددې ګوند د استازو ویستل بولي.

دا لایحه چې د مسودې ارزونه یې د پارلمان په کمیسیونونو کې د لانجې او اخ و ډب لامل شوی و، نن سه شنبې (ثور/ غویي ۲۸مه) د پارلمان عمومي غونډې ته د بحث لپاره وړاندې شوه او تمه کېږي چې د روانې جمعې په ورځ رایو ته وړاندې شي.

د ترکیې د اساسي قانون له مخې، د پارلمان غړي تر ټاکل کېدو وروسته له قضایي څارنې خوندي کېږي او د خوندیتوب سلبول یې د پارلمان د غړو رایې ته اړتیا لري.

که دا لایحه تصویب شي، د پارلمان مشر ته څو استول شوي دوسیې به د اساسي قانون له دې اصله ووځي او د لازم ګام اوچتولو لپاره به لومړي وزیر ته واستول شي.

تېره میاشت، د ترکیې لومړي وزیر د پارلمان ځينې غړي د "ترهګرۍ په ملاتړ" تورن کړل او ویې ویل چې ځینو یې "ترهګرو" ته وسلې لېږدولې دي. هغه وویل، لازمه ده چې ددې کسانو خوندیتوب سلب شي او په دې سره د هغوی د قانوني څارنې امکان برابر شي.

ددې طرحې ملاتړو ویلي، په تصویب سره به یې، نور استازي ځان ته دا اجازه ورنه کړي چې په علني ډول له "ترهګرۍ" ملاتړ او ورته تبلیغ وکړي.

اوسمهال د کردستان کارګرانو ګوند (پ ک ک) د ملاتړ په تور د ترکیې پارلمان د څو غړو دوسیې دولتي چارواکو او د پارلمان مشر ته لېږل شوې او که ددغو استازو خوندیتوب سلب شي، نو د "ترهګرۍ" په ملاتړ یا ترهګرۍ په ګټه د تبلیغ په تور به د هغوی د محاکمې زمینه برابره شي.

د ترکیې دولتي چارواکي، د کردستان د کارګرانو ګوند په خرابکارۍ او "ترهګریزو" کړنو تورنوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پارلمان د غړو خوندیتوب سلبولو لایحې پر سر د خلق دیموکراتیک ګوند او عدالت او پراختیا ګوند غړو ترمنځ اخ و ډب

د خلق دیموکراتیک ګوند چې د ترکیې د اقلیت کردانو ملاتړی دی، دولت تورن کړی چې ددې لایحې په تدوین سره غواړي ددې ګوند غړي له پارلمانه وباسي. د ترکیې پارلمان له ۵۵۰ وکیلانو ۵۹ تنه ددې ګوند غړي دي.

د عدالت او پراختیا واکمن ګوند چې د ترکیې پارلمان کې ۳۱۷ څوکۍ لري او هیله من دی چې ددغو استازو د خوندیتوب سلبولو لایحې د تصویب لپاره د ملي نهضت ګوند ملاتړ ترلاسه کړي.

د ملي نهضت ګوند له خلق دیموکراتیک ګوند سره دښمني لري. همداراز احتمال لري چې د نورو ګوندونو ځینې استازي هم ددغې لایحې په پلوۍ رایه ورکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اردوغان مخالفینو هغه تورن کړی چې غواړي مخالف وکیلان له پارلمانه وباسي.

د ځینو کتونکو په وینا، له دې لایحې او له پارلمان نه د یو شمېرو استازو د ایستلو نه د دولت هدف دا دی چې د اساسي قانون اصلاح کولو ته زمینه برابره کړي او اوسني پارلماني نظام پر ریاستي واړوي چې د اجراییه قوې ډېره برخه واکونه ولسمشر ته ورکوي.

د ترکیې د اساسي قانون اصلاح کول ټولپوښتنې او یا هم د پارلمان غړو دوه پر درېیو برخو رایو ته اړتیا لري.

د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان چې له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ترکیې لومړی وزیر و او تر هغې وروسته ولسمشر دی، د ریاستي نظام رامنځ ته کېدو ملاتړ کوي.

د خلق دیموکراتیک ګوند چې ځان کردانو سره د ستونزې د سوله ییز حل ملاتړی بولي، د ښاغلي اردوغان له کلکو مخالفینو دی او ددې ګوند غړو ویلي چې د اردوغان "ځانپالنې" سره مقابلې ته ژمن دي.

ورته مطالب