کاناډا:د اور له کبله زرگونه کسانو ته د وتلو امر

د انځور حقوق AP
Image caption له ۸۰ زره ډېر کسان له فورټ مکرې سیمې هغه مهال ووتل، چې تېره اونۍ ددغې سیمې ونو بوټو کې اور ولګید

کاناډا کې چارواکو د تیلو سانډس کمپس نومي سیمې له نژدې ۱۲۰۰۰ اوسېدونکو غوښتي، چې خپل مېشت ځایونه پریږدي.

دغه خلک فورټ مکرې ښارګوټي ته نژدې اوسيږي، چې وايي ځنګله کې لګیدلی اور د دوی لور ته ورځي.

یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د دوشنبې په ورځ ۸۰۰۰ کسانو ته ویل شوي، چې احتیاطاً باید له سیمې ووځي او وايي ۴۰۰۰ نورو ته وار له مخه له سیمې د وتلو ویل شوي وو.

له ۸۰ زره ډېر کسان له فورټ مکرې سیمې هغه مهال ووتل، چې تېره اونۍ ددغې سیمې ونو بوټو کې اور ولګید.

په البرټا ښار کې اوس هم د هوا ککړتیا کچه خطرناک حد ته رسیدلې ده. د دوشنبې په ورځ دغه کچه ۳۸ درجو ته رسیدلې او د خطر لپاره ټاکلی حد ۱۰ درجې دی.

فورټ مکرې کې د اور لمبې کرارې شوې، خو دا وروستیو کې دغه اور یو ځل بیا تازه شوی دی.

فورټ مکرې کې د نفتو کارخونو کارکونکي بېرته سیمې ته د خپلو چارو د پیل لپاره ستانه شول، خو د دوشنبې په ورځ دوی ته وویل شول، چې د اور لمبې په یوه ساعت کې د ۳۰ یا ۴۰ مترو په سرعت سره د سیمې لور ته ورځي.

د انځور حقوق R
Image caption البرټا ښار کې اوس هم د هوا ککړتیا کچه خطرناک حد ته رسیدلې ده

له دې وروسته د ښاروالۍ له لوري د نفتو کارکونکو کمپونو نه خلکو ته وتلو امر وشو.

د کاناډا اقتصاد وزیر بل مورنیاو سي بي سي خبرې شبکې ته ویلي، چې د اورلګیدو له کبله د اوښتي زیان کچه تر اوسه معلومه نه ده.

د نوموړي په وینا:

''څرګنده ده موږ به د فورټ مکرې ښارګوټي له اوسیدونکو سره د ښار د بیا رغاونې لپاره څنګ په څنګ ولاړ یو.''

د ځنګله دغه اور تر اوسه پورې په ۲۴۱۰ مربع کیلومتره سیمه کې خپور دی او داسې باور کېږي، چې تر څو راتلونکو اونیو پورې به بلیږي.