مالدیپ له ایران سره دیپلوماتیک اړیکي غوڅ کړل

د انځور حقوق Getty

د مالدیپ حکومت له ایران سره په منځني ختیځ کې ددغه هېواد د تګلارو له کبله د خپلو ۴۰ کلنو دیپلوماتیکو اړیکو غوڅولو اعلان کړی دی.

د سې شنبې په ورځ (مې ۱۷/غویی ۲۸مه) د مالدیپ د بهرنیو چارو وزارت وویل، په منځني ختیځ کې د ایران سیاست د سیمې د سولې او امنیت په زیان دی.

مالدیپ ۳۴۱ زره وګړي لري، چې د هندي سمندر په یوه ټاپو کې موقعیت لري او ډېری وګړي یې مسلمانان دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور پربنسټ، د مالدیپ دا پرېکړه د ایران له اوږدمهاله دښمن سعودي عربستان سره د ځان نژدې کولو په معنا ده.

سعودي عربستان تېر کال په مالدیپ کې خپل سفارت پرانست او په دغه هېواد یې د پانګونې او مالي مرستې په اړه ګامونه پورته کړي دي.

د مالدیپ د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "مالدیپ له ایران نه غواړي چې د اسلامي همکارۍ سازمان د سپارښتو تطبیقولو په درشل کې پر خپلو ژمنو ودرېږي".

تېره میاشت د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې په پای کې د یوې اعلامیې له لارې پر ایران ټینګه نیوکه وکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مالدیپ ۳۴۱ زره وګړي لري، چې د هندي سمندر په یوه ټاپو کې موقعیت لري او ډېری وګړي یې مسلمانان دي.

په ویناپاڼه کې راغلي وو "د سیمې هېوادونو، په تېره بیا د دغه سازمان په غړو هېوادونو [بحرین، یمن، سوریه او سومالیا] په کورنیو چارو کې د ایران لاسوهنه د ایران له خوا د ترهګرۍ ملاتړ غندي".

د روان کال په لومړیو کې سعودي عربستان له ایران سره د یوه شیعه ملا تر اعدام وروسته خپل ديپلوماتیک اړیکي غوڅ کړل او په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان دیپلوماتیک مرکزونه وتړل شول.

ورته مطالب