د پاکستان ځینې سیمې بې ساري تودوخې ځپلې

د انځور حقوق AP

د پاکستان په ځینو سیمو کې دا مهال د تودوخې کچه خورا لوړه ده او د خیبر پښتونخوا په ګډون یو شمېر سمیو کې خلکو ته د احتیاطي تدبیرونو کولو مشوره ورکړله شوې.

د پاکستان هوا پېژندنې یوه کارپوه ډاکټر محمدحنیف په خبره دا مهال د سند او پنجاب ایالتونو په یو شمېر سیمو کې هوا خورا توده ده، چې په وینا یې تر لسیزو یې ساری نه لیدل کېږي.

ویل کېږي، چې پرون ( چهارشنبه ) د سند ایالت په حیدراباد ښار کې د سانتي ګراد په حساب د تودوخې کچه ۴۹ درجو ته ورسیده، چې وايي له ۱۹۸۶ راهیسې په سیمه کې هوا دومره نه وه توده شوې.

د نوموړي په وینا اوسمهال د تودوخې دغه حالت له معمول سره سم دی، خو وايي که دوام کوي، د اندېښنې وړ دی.

د ډاکټر حنیف په وینا د سند ایالت تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې دا مهال د هوا لندبل له معمول سره سم دی او وايي له دې کبله داسې خطر نه شته، چې دغه ښار کې به د پروسږ کال جون میاشتې په ډول هوا ډېره توده شي.

د سند ایالت په تهر نومي سیمه کې له تېرې څه مودې راهیسې د لږ باران له کبله سخته وچکالي ده او ډاکټر حنیف وايي سږ کال به د سند په ډېرو سیمو کې له معمول سره سم بارانونه وشي، چې وايي ورسره به د وچکالۍ زور مات شي.

پاکستان کې د کم باران په صورت کې وچکالي ستونزې رامنځته کوي او د ګڼو بارانونو په صورت کې بیا سیلابونه راوځي.

بل لور ته د سند شهدادکوټ سیمې یوه اوسیدونکي مراد پندراني بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د جیکب اباد او لاړکانې سیمو په شمول د سیند ایالت په یو شمېر سیمو کې د تودوخي کچه خورا لوړه ده.

د انځور حقوق Reuters

د نوموړي په وینا داسې احتمال شته، چې په شهدادکوټ کې به د تودوخي درجه پنځوسو ته ورسیږي.

د هغه په وینا یو شمېر سیمو کې د سختې ګرمۍ له کبله د ښوونځیو زده کونکي له وخته مخکې کورونو ته استول کېږي.

پاکستان په هغو هېوادونو کې شامل دی، چې د اقلیمي بدلونونو له کبله اغیزمن شوي او له تېرو څو کلونو راهیسې دغه هېواد د موسمونو له غیر عادي حالت سره مخامخ دی.

که یوه لور ته د دغه هېواد تر ټولو لوی ښار کې د سختې ګرمۍ له کبله ګڼو کسانو ژوند له لاسه ورکړ، نو بل لور ته یې د تهر په څېر سیمو کې د وچکالۍ له کبله ژوند له ستونزو سره مخامخ دی او د مې میاشت کې د پاکستان شمالي سیمو کې بې وخته بارانونه او پر غرونو واورې د دې سبب شوې، چې یو شمېر کسان ژوند له لاسه ورکړي.