د عمرې لپاره له ټاکلې مودې وروسته پاتې کېدونکو ته د سعودي عربستان خبرداری

د انځور حقوق Getty
Image caption سلګونه زره مسلمانان هر کال سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو لپاره ورځي

سعودي عربستان وايي، هغو کسانو ته به سخته سزا ورکوي، چې د عمرې پر ویزا له راتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې کېدونکو کسانو سره مرسته کوي.

د سعودي عربستان پاسپورټ ادارې مشر د چهارشنبې په ورځ دغه څرګندونې کړې.

په یوه خبر پاڼه کې بیا ویل شوي هغو سعودیانو او بهرنیانو ته به د جریمې او یا زندان سزا ورکړله شي، چې د عمرې په ویزا دغه هېواد ته له ورتلونکو هغو کسانو سره مرسته کوي، چې د ویزې له وخت تېرېدو وروسته هلته پاتې کېږي.

د سعودي عربستان دولتي خبرې اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته د شپږ میاشتې زندان او یا سلو زرو ریالونو جریمې سزا ورکول کېدای شي.

د خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي هغه کسان ښايي له هېواده وشړل شي، چې د ویزا ټاکلی وخت یې پای ته رسېدلی وي.

د پاسپورټ ادارې مشر له هغه کسانو په ټینګه وغوښتل، چې د عمرې په ویزا هلته ورغلي، چې د ویزا وخت له پوره کېدو وروسته باید هلته پاتې نه شي.

سعودي عربستان ته هر کال سلګونه زره مسلمانان د عمرې ادا کولو لپاره ورځي.

سعودي چارواکي وايي ځینې کسان د عمرې په پلمه دغه هېواد ته ورځي او د ویزا مودې له بشپړیدو وروسته دغه هېواد کې د مزدوري لپاره پاتې کېږي.