پاکستان وايي، د القاعدې شبکې اته وسله وال يې وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې د ویاند په خبره په وژل شويو کې د القاعده شبکې طیب عرف حافظ عبدالمتین، منيب رزاق عرف عبدالرحمن، ذیشان عرف ابو دجانه شامل دي.

پاکستان کې د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد پولیس چارواکو ادعا کړې چې له ملتان سیمې سره څېرمه يې د القاعدې شبکې اته وسله وال وژلي دي. د چارواکو په خبره په وژل شویو کې یو وسله وال پاکستان کې د القاعده شبکې له بنسټګرو څخه وو، چې په راولپنډۍ ښار کې د پرېډ لېن جومات د برید پلان جوړونکی هم و.

په لاهور کې يو ازاد خبریال عبدالناصر د پولیسو د ویاند له خولې بي بي سي ته ویلي چې دوی ته خبر وو چې د القاعده شبکې یو قومندان منیب جاوېد چې په قلندري او طیب نواز چې په حافظ عبدالمتین مشهور دي له خپلو ملګرو منیب رزاق او ذیشان سره ملتان ته را روان دي.

دده په خبره ددوی د څار له مالوماتو سره سم دا وسلوال د ملتان په کلیواله سیمه کې د القاعده شبکې له یوه بل قومندان بلال لطیف چې په یاسر پنجابي مشهو او دوو نورو ځانمرګو بریدګرو سره به يې ملاقات کاوه چې وروسته به يې پر يوه پوهنتون د برید پلان جوړاوه.

ددې چارواکو په خبره پر همدې اطلاع باندې د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو د څارګرې ادارې ای ایس ای له چارواکو سره د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه په نواب پور کلي کې عمليات ترسره کړل.

د پولیسو په خبره له دواړو خواو تر ډزو وروسته یاسر پنجابی او منیب جاوېد له خپلو شپږو نورو ملګرو سره له دې ځایه په تېښته کې بریالي شوو خو ددوی اته نور ملګري يې ووژل.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې د ویاند په خبره په وژل شويو کې د القاعده شبکې طیب چې په حافظ عبدالمتین، منيب رزاق چې په عبدالرحمن، ذیشان چې په ابو دجانه مشهور وو شامل دي.

ویل کېږي، چې حافظ عبدالمتين په پاکستان کې القاعده شبکې له بنسټ ايښودونکو څخه وو او د راولپينډۍ د پرېډ لاین د برید له چمتو کوونکو څخه ګڼل کېده.

ورته مطالب