نيويارک ټايمز: امریکا د حکمتیار د سوله ییزو خبرو ملا تړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کېربي ويلي سره له دې چې د گلبدين حکمتيار نوم په تور نوملړ کې دى امريکا له اسلامي گوند سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په خپله ننۍ گڼه کې د افغان حکومت او د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند ترمنځ د سولې د هلو ځلو په تړاو مطلب کښلى. ورځپاڼه وايي افغانستان له اسلامي گوند سره د يوۀ هوکړه ليک مسوده لاسليک کړې او هيلمن دى چې د سولې بشپړ تړون ته لار پرانيزي.

نيويارک ټايمز زياتوي سولې خبرو اترو ته د طالبانو د راتگ نښې نښانې ډېرې کمې تر سترگو کېږي، خو دا هوکړه داسې کوټلې نښې په ډاگه کوي چې د ولسمشر غني حکومت د جگړې له ډگره د وسلوالو په بېلولو کې ټينگ پرمختگ کوي.

د بشري حقونو ډلو پر دغه اقدام نيوکه کړې خو پر حکومت شته فشارونو اړکړى چې پر نيوکو سترگې پټې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کېربي ويلي سره له دې چې د گلبدين حکمتيار نوم په تور نوملړ کې دى امريکا له اسلامي گوند سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي.

اکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق
Image caption د اکسپرس تريبيون په وينا له دغې مهمې څلور اړخيزې ناستې وړاندې افغانستان ټينگار کاوه چې طالبان بايد د نه پخلاينې وړ يوه ډله وبلل شي، ځکه چې له خبرو اترو يې ډه ډه کړې.

دغه پاکستان چاپې ورځپاڼې په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې وايي د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين لوړپوړي چارواکي پرون سره سلا شوي چې د غځېدلې افغان جگړې د ختمولو يواځنى لار خبرې اترې دي.

ورځپاڼه زياتوي د همکارۍ د څلور اړخيزې ډلې غونډه چې مشري يې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چودهري کوله، په اسلام آباد کې له درې مياشتني ځنډ وروسته په داسې حال کې جوړه شوه چې د افغان سولې په بهير کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ مخالفتونه ډېر شوي دي.

د اکسپرس تريبيون په وينا له دغې مهمې څلور اړخيزې ناستې وړاندې افغانستان ټينگار کاوه چې طالبان بايد د نه پخلاينې وړ يوه ډله وبلل شي، ځکه چې له خبرو اترو يې ډه ډه کړې.

خو په تېر دسمبر کې د جوړې شوې دغې څلور اړخيزې ډلې د پنځمې ناستې په پاى کې هوکړه وشوه چې اړتيا ده د سولې بهير پيل شي.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Getty
Image caption ورځپاڼه وايي افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو پوځي چارواکوته د بندو دروازو تر شاه د افغانستان د حالاتو يوه ارزونه وړاندې کړه، هغه جگړه چې ١٥کاله غځېدلې.

د واشنگټن پوست د ننۍ گڼې يو سرليک وايي "د ناټو مشر قومندان افغانستان کې د ځواکونو ساتنې په ملاتړ اشارې کړي" .

ورځپاڼه وايي افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو پوځي چارواکوته د بندو دروازو تر شاه د افغانستان د حالاتو يوه ارزونه وړاندې کړه، هغه جگړه چې ١٥کاله غځېدلې.

ورځپاڼه زياتوي په دغه غونډه کې د امريکا د پوځ لوى درستيزانو گډې جرگه گۍ مشر جنرال جوزف ډنفورډ او د ناټو اېتلاف اعلى قومندان کورتېس مايک سکپروټي هم حاضر وو.

نيويارک ټايمز وايي ښاغلي سکپروټي وروسته يوې خبرې ناستې ته چې په خپله جنرال نيکولسن په کې نه تر سترگو کېده خبريالانو ته وويل د ښاغلي نيکولسن د جگړيز پلان له اورېدو وروسته موږ يوازې هغه مهال له سيمې د اضافي يا سرباري سرتيرو د ايستلو ملاتړ کوو چې حالات يې اجازه راکړي.

ورته مطالب