غني ته د مودي د مبارکۍ پیغام 'دا ځل پر وخت و '

د انځور حقوق Reuters

هندوستان ټایمز ورځپاڼه کاږي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د افغانستان ولسمشر ته پر ټویټر د ده د زوکړې مبارکې ویلې خو لیکلي یې دي چې ' دا ځل پر وخت و '.

پاینده څرګند په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پرون، پنجشنبه، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په لیکنه ولسمشر محمد اشرف غني ته پر ټوېټر د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ، خپلې پخوانۍ تېروتنې ته څنګزنه اشاره کړې.

ښاغلي مودي ولسمشر غني ته لیکلي ' ولسمشر اشرف غني د زوکړې ورځ مو مبارک شه '

'دا ځل پر وخت ؤ '

د ښاغلي مودي اشاره خپل مخکني ټویټ ته وه چې د زېږدیز کال د فبرورۍ پر دولسمه یې ولسمشر غني ته د زوکړې د ورځې مبارکې ورکړې وه.

مودي ' د زوکړې ورځ مو مبارک شه، ستاسې د اوږد ژوند، خورا ښې روغتیا او پر وړاندې پروت له خونده ډک سفر لپاره دُعا کوم.'

ښاغلی غني چې مونیخ ته له اسلامي دولت نومې ډلې سره د مبارزې پر سر امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی ؤ، په خورا نزاکت بېرته ځواب ورکړی ؤ چې '' له مونیخه زما سلامونه ومنئ، ستاسې له سخاوتمندانه تورو مننه کوم، خو زما د زوکړې ورځ د مې پر نولسمه ده.''

هندوستان ټایمز د فبرورۍ پر دیارلسمه لیکلي ؤ چې کېدی شی دغه تېروتنه له دې شوې وي چې پر ګوګل پاڼې د ولسمشر غني پېزندنې کې، د زوکړې نېټه یې د فبرورۍ دولسمه ده.

ورځپاڼې یې هغه مهال عکس هم خپور کړی ؤ چې پر ګوګل لیکل شوی ؤ. خو اوس د ولسمشر غني د زوکړې نېټه پر ګوګل هم سمه شوې او د لومړي وزیر مودي نښه، دا ځل پر ځای ولګېده.