د هند تاریخ کې د تودوخې تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې

د انځور حقوق AP

د هند هوا پېژندنې ادارې کارپوهان وايي، د دغه هېواد راجستان ایالت یوه ښار کې د هوا تودوخه بې ساري کچې ته رسېدلې ده.

چارواکي وايي په پالودي ښار کې د تودخې کچه ۵۱ درجو ته رسیدلې، چې وايي په هېواد کې د موسم حال ثبت له پیله راهیسې تر ټولو لوړه درجه ده.

له دې مخکې ۱۹۵۶ کال کې د تودوخې درجه ۵۰ اعشاریه شپږ ثبت شوې وه.

له څو اونیو راهیسې د هند شمال کې د تودې هوا څپه راغلې، چې په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۰ پورته ده.

د پشکال موسم له رسېدو مخکې په هند کې د تودوخې کچه لوړیدل معمول دی، خو تر ۵۰ درجو پورته کیدل یې بیا غیر عادي دی.

د انځور حقوق AP

د هند هوا پېژندنې ادارې، بي پي یادیو له اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وویل:

''پرون د هېواد په تاریخ کې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ثبت شوه، چې پالودي کې ۵۱ درجو ته ورسیده.''

د هواپېژندني ادارې د اونۍ وروستیو ورځو لپاره د هېواد په ډېرو شمالي او لوېدیځو ایالتونو کې د خورا تودې هوا خبرداری خپور کړی دی.

له دې مخکې هند حکومت له معمول ۴۰ درجو د تودوخې کچې پنځه درجو پورته کېدو او یا ۴۵ درجو ته رسېدو سره سم د تودې هوا څپې خبرداری خپراوه. سږ کال دوبی د تودې هوا له کبله په اندراپردېش او تلنګانه ایالتونو کې ګڼ شمېر کسان مړه شول.

په هند کې د تودوخې کچې کميدل یوازې د پشکال له راتګه سره غوټه دی، چې د جون میاشتې په نیمايي کې پیلېږي.